د کابل د کلکان ولسوالۍ د ابتدائیه محکمې د نوي رئیس د معرفت غونډه ترسره شوه

m_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۱۳ - ۱۰:۵۶
د کابل د کلکان ولسوالۍ د ابتدائیه محکمې د نوي رئیس د معرفت غونډه ترسره شوه


د ۱۴۴۵ هـ ق کال د جمادی الثانيه میاشتې په ۱۸مه نېټه د کابل ولایت د کلکان ولسوالۍ ابتدائیه محکمې ته نوی رئیس مولوي عظيم الدين (حقاني) د يوې غونډې په ترڅ کې د يادې محکمې منسوبينو او کارکوونکو ته ور وپېژندل شو.
په همدې موخه جوړه شوې غونډه کې د کابل ولایت د مرافعه محکمې د تحریراتو رئیس مولوي عتیق الله (عمر)، د کلکان محکمې قضائي غړي، د کابل مستوفي، د کلکان ولسوالۍ د ولسوال مرستیال، امنیه قوماندان، د استخباراتو مسئوولینو، د امر بالمعروف استازي، د جهادي مدرسې استادانو او نورو کارکوونکو ګډون درلود. 
غونډه د قرآنکریم د څو مبارکو آیاتو په تلاوت پیل شوه؛ ورپسې ځينو مشرانو د محکمې د پخواني رئیس خدمات وستايل او نوي رئیس ته یې په چارو کې د بریالیتوب غوښتنه وکړه.
د غونډې په دوام ښاغلي مولوي عمر، د کلکان محکمې د نوي رئیس مولوي عظیم الدین (حقاني)د مقررۍ مکتوب ولوست او ټولو ګډونوالو ته یې رسماً معرفي کړ.
د غونډې په وروستيو کې د یادې محکمې پخواني رئیس مفتي محمد(حامد) وویل، الحمدلله موږ په تېرو دوو کلونو کې د امنیتي او نورو ادارو سره ډېر ښه په همغږۍ خپلې دندې ترسره کړې، زه د ټولو موجوده ادارو څخه چې په کلکان کې شتون لري خوښ یم.
ياده غونډه د دعاء په لوستلو پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۰:۲
Background image

د غزني ولايت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ غونډه وشوه

د غزني ولايت مرافعه محکمې رئیس الحاج مفتي عزیزالله (حیدري) په مشرۍ، د ښاري ابتدائیه محکمې رئيس، د مرافعه او ښاري ابتدائیه محاکمو د دېوانونو رئيسانو په ګډون، په ۲/ ۱۱/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۹:۵۸
Background image

د لغمان ولایت مرافعه محکمې رئیس د یاد ولایت د عدلیې له رئیس سره وکتل

د لغمان ولایت مرافعه محکمې رئیس الحاج شیخ سخي الرحمن (فایز فیروزکوهي)؛ په ۱۰/ ۱۱/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه د یاد ولایت د عدليې له رئیس سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.
په دې ليدنه کې د دواړو ادارو په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۵:۱۵
Background image

د لوګر ولايت محاکمو په يوه مياشت کې (۲۵۰) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۱۲۹) وثیقې هم اجرا کړې دي

د لوګر ولایت مرافعه، ښاري ابتدائیه او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په يوه مياشت کې (له ۱/ ۱۰/ ۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۳۰/ ۱۰/ ۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې (۲۵۰) دوسيو ته پر رسېدنه سربېره، (۱۲۹) وثيقې. . .

بیا په خبرونو کی