د کابل د حقوقو ریاست په یوه اونۍ کې (۱۵۴) عرض پاڼو ته پر رسېدنې سربېره (۲۱) جلده  دوسیې په مدعی بها باندې تطبیق کړې دي

m_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۵/۲۲ - ۱۰:۱۶
د کابل د حقوقو ریاست په یوه اونۍ کې (۱۵۴) عرض پاڼو ته پر رسېدنې سربېره (۲۱) جلده  دوسیې په مدعی بها باندې تطبیق کړې دي

د کابل ولایت د حقوقو ریاست د یوې اونۍ (له ۱۱ /۱ /۱۴۴۵ هـ ق څخه تر ۱۷ /۱ /۱۴۴۵ هـ ق) نېټې د اجراآتو راپور په لاندې ډول شریک شوی دی:

د عرض پاڼو برخه کې:

د کابل ولایت د حقوقو ریاست ته د یوې اونۍ په جریان کې ۷۴۷ حقوقي عرض پاڼې راجع شوې دي، له دې ډلې ۱۵ عریضې په اصلاحي توګه حل او فصل شوې، ۱۳۹ عرض پاڼې د لازمو اجراآتو په موخه اړوندو ادارو او مراجعو ته استول شوې او پاتې نورې تر کار لاندې دي.

د دوسیو برخه کې:

د کابل ولایت د حقوقو ریاست ته د یوې اونۍ په جریان کې ۳۵۲ دوسیې راجع شوې دي، له دې ډلې ۲۱ دوسیې په مدعی بها باندې تطبیق شوې، ۵۹ دوسیې د شرعي حل او فصل په موخه اړوند ادارو ته استول شوې او پاتې نورې تر کار لاندې دي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۴:۱۹
Background image

د کندهار ولايت ښاري ابتدائيه محکمې په يوه مياشت کې (۵۱۳) دوسيو ته رسېدنه کړې ده

 د کندهار ولايت ښاري ابتدائيه محکمې په يوه مياشت کې (له ۱/ ۴/ ۱۴۴۸هـ ق څخه تر ۱/ ۵/ ۱۴۴۸هـ ق) نېټې پورې په حقوقي او جزائي برخو کې (۵۱۳) دوسیو ته رسېدنه کړې ده؛ چې جزئيات يې په لاندې ډول. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۹:۳۴
Background image

د خوست ولایت محاکمو په یوه میاشت کې (۵۹۲) دوسیو ته رسېدنه کړې او (۳۱۸) وثیقې یې هم اجرا کړې دي

 د خوست ولایت مرافعه، ښاري ابتدائیه، اختصاصي او د ټولو ولسوالیو ابتدائیه محاکمو په یوه میاشت کې (له ۱ /۴ /۱۴۴۸هـ ق څخه تر ۳۰ /۴ /۱۴۴۸هـ ق) نېټې پورې (۵۹۲) دوسیو ته رسېدنه کړې او (۳۱۸) و. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۲:۵۶
Background image

د کابل ولايت مرافعه محکمې د رئیس په مشرۍ د همغږۍ غونډه وشوه

د کابل ولایت د مرافعه محکمې عمومي رئیس محترم الحاج مفتي ذبیح الله (ساجد) په مشرۍ؛ د یادې محکمې د دېوانونو د رئیسانو په ګډون، د کاري همغږۍ، د چارو د لا سمون او د هېوادوالو د حقوقي. . .

بیا په خبرونو کی