د پکتیکا د مرافعه محکمې رئیس د یاد ولایت د علماوو شورا، امر بالمعروف او د امارت د قضایاوو له مسؤولینوسره وکتل

m_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۶/۲ - ۱۱:۵۸
د پکتیکا د مرافعه محکمې رئیس د یاد ولایت د علماوو شورا، امر بالمعروف او د امارت د قضایاوو له مسؤولینوسره وکتل

د پکتیکا ولایت د مرافعه محکمې رئیس الحاج مفتي عبیدالله «خالد» په (۲/۱/۱۴۴۵هـ ق) نېټه د یاد ولایت د علماوو شورا او امربالمعروف له رئیسانو او د امارت د قضایاوو له آمر سره د مرافعه محکمې د غونډو په تالار کې وکتل.

په دې ناسته کې چې د الحاج مفتي عبیدالله«خالد» په مشرۍ جوړه شوې وه د یاد ولایت د علماوو شورا او امربالمعروف رئیسانو او د امارت د قضایاوو آمر ګډون کړی و.

ناسته د پکتیکا ولایت د محاکمو د عمومي رئیس الحاج مفتي عبیدالله«خالد» په هر اړخیزه او عالمانه وینا پیل شوه، نوموړي وویل چې د خلکو د حقونو د ضایع کېدو د مخنیوي او شته ستونزو ته په وخت سره د رسېدو  په خاطر دا ډول خپل منځي ناستې ضروري او ګټورې دي تر څو شته ستونزو او مشکلاتو ته په کې د حل لاره پیداشي او په وخت ورته رسېدنه وشي.

خالد صاحب د امارت د قضایاوو له آمر سره د امارتي ځمکو په اړه هم خبرې وکړې ترڅو خدای مه کړه چې یادې ځمکې د اشخاصو لخوا حیف او میل نشي.

دعلماوو شورا  او د امربالمعروف رئیسانو په عموم کې د ولایت په سطحه د شته ستونزو د حل او عامو خلکو د بې ځایه تکلیف او د هغوی ستونزو او مشکلاتو ته په وخت د رسېدنې په هکله هراړخیزې خبرې وکړې او دغه ډول اداري ناستې یې ضروري وبللې.

 

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۴:۱۷
Background image

د لوګر ولايت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ غونډه وشوه

د لوګر ولایت مرافعه محکمې رئیس الحاج شیخ محمد ګلاب (فاروقي) په مشرۍ؛ د مرافعه او ښاري ابتدائیه محاکمو د دېوانونو رئيسانو، د علماوو شورا مرستيال، د امنيتي ادارو او د فرمانونو او حکمونو د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۴:۱۳
Background image

د سترې محکمې د اداري مرستيال په مشرۍ یوه لوړ رتبه هيئت د کونړ ولايت د محاکمو او نورو امارتي ادارو له مسؤولينو سره وکتل

د سترې محکمې د اداري مرستيال محترم شيخ سخاءالله (سعيد) صاحب په مشرۍ یوه لوړ رتبه هيئت، چې د سترې محکمې د دارالانشاء عمومي رئيس محترم مفتي عبدالرشيد (سعيد)، د کارکوونکو چارو عمومي رئيس. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۰:۵۳
Background image

د بلخ ولايت محاکمو په دوو اونيو کې (۶۰۵) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۷۴۸) وثیقې هم اجرا کړې دي

د بلخ ولايت مرافعه، ښاري ابتدائیه، د بلخ زون اختصاصي او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په دوو اونيو کې (له ۱/ ۱۱/ ۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۱۳ /۱۱ / ۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې (۶۰۵) دوسيو ته پر رسېدنه. . .

بیا په خبرونو کی