د پکتیا ولایت د استیناف محکمې رئيس د دغه ولایت د محبس له رئيس سره وکتل

m_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۳/۱۶ - ۹:۴۰
د پکتیا ولایت د استیناف محکمې رئيس د دغه ولایت د محبس له رئيس سره وکتل

د ۱۴۴۴ ه ق کال د ۱۱مې میاشتې په ۷مه نېټه د پکتیا ولایت د استیناف محکمې عمومي رئيس محترم مفتي امان الله «منقادحقاني» د دغه ولایت د محبس له رئيس محترم مولوي سهیل «سعید» او ورسره مل پلاوي سره په خپل کاري دفتر کې ناسته ترسره کړ.

په یاده ناسته کې د پکتیا ولایت د استیناف محکمې عمومي رئیس له محبس څخه راغلي پلاوي ته ښه راغلاست ووایه او په خپلو خبرو کې یې د محاکمو او د محابسو اړیکو ته په اشاره وویل، محبسونه دې تر خپله وسه پورې له محاکمو سره همکار واوسي ترڅو د بندیانو اجرائیوي چارې له ځنډ او خنډ سره مخ نشي.

مفتي امان الله «منقاد حقاني» پخپلو خبرو کې د پکتیا ولایت د محبس رئيس او ورسره مل پلاوي ته سپارښتنې وکړې چې د بندیانو د اوسېدو ځای او هغوی ته نورې لازمې اسانتیاوې په منظیمه توګه برابر کړي.

همدارنګه د محاکمو او محابسو د اداري چارو په تړاو یې د ناستې ګډونوالو ته مفصلې او زرینې خبرې وکړې.

په یاده ناسته کې اصولو ته په کتو سره د محبوسینو په اړوند لازم تصمیمونه ونیول شول او ناسته د دعاء په ویلو سره پای ته ورسېده.

 

 

 

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۶:۴۷
Background image

د پکتيا ولايت محاکمو په یوه میاشت کې (۵۵۰) دوسیو ته پر رسېدنې سربېره، (۲۸۷) وثیقې هم اجرا کړې دي

د پکتيا ولايت مرافعه، ښاري ابتدائيه، د پکتيا زون نظامي، اختصاصي او د ټولو ولسواليو ابتداٸيه محاکمو په يوه مياشت کې (له ۱ /۴ /۱۴۴۸هـ ق څخه تر ۲۹ /۴ /۱۴۴۸هـ ق) نېټې پورې (۵۵۰) دوسيو ته پر. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۰:۵۳
Background image

د زابل ولايت محاکمو په يوه مياشت کې (۳۸۴) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۸۹) وثیقې هم اجرا کړې دي

د زابل ولایت مرافعه، ښاري ابتدائیه، نظامي او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په يوه مياشت کې (له ۱ / ۴ / ۱۴۴۸هـ ق څخه تر ۲۹ / ۴/ ۱۴۴۸هـ ق) نېټې پورې (۳۸۴) دوسيو ته پر رسېدنه سربېره، (۸۹. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۰:۳۲
Background image

د سترې محکمې د قضائي تفتیش عمومي رئیس په مشرۍ غونډه وشوه 

د سترې محکمې د قضائي تفتیش عمومي رئيس محترم شیخ عبدالرحمن (فراهي) په مشرۍ؛ په 1448/5/3هـ ق نېټه د یاد ریاست د تېرو کړنو د ارزونې او راتلونکو چارو د لا ښه‌والي، چټکتیا او همغږۍ د تقويې. . .

بیا په خبرونو کی