د پکتیا ولایت د استیناف محکمه کې اداري ناسته ترسره شوه

m_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۸/۲۹ - ۱۱:۵۷
د پکتیا ولایت د استیناف محکمه کې اداري ناسته ترسره شوه

د پکتیا ولایت د مرافعه محکمې په ریاست مقام کې د دې محکمې د رئیس الحاج مفتي عبیدالله خالد په مشرۍ اداري ناسته ترسره شوه.

په دې ناسته کې د مرافعه محکمې د دېوانونو قضائي غړو، د پکتیا ولایت ښاري ابتدائیه محکمې رئیس او قضائي غړو او د مرافعه محکمې د ثبت اسناد و ثایق او مخزن آمر او قضائي غړو ګډون درلود.

غونډه د مولوي صمیم الله (انس) لخوا د قرانکریم په مبارکو آیاتونو پیل شوه؛ ورپسې د مرافعه محکمې رئیس خبرې وکړې، د غونډې ټولو ګډونوالو ته یې ښه راغلاست ووایه.

نوموړي په خپلو خبرو کې وویل، خپلې ورځنۍ قضائي چارې په اخلاص او صداقت ترسره کړئ، له کبر او غرور څخه ځانونه وساتئ او د سترې محکمې عالي مقام د هدایت سره سم د خپلو مشرانو په اطاعت سره خپلو چارو ته په خپل وخت رسېدنه وکړئ.

مفتي خالد وویل، له خلکو او ولسونو سره نېکه رویه وکړئ، هره دوسیه چې نوې محکمې دېوان ته واردیږي په دقیق ډول یې وګورئ، که چېرې ستاسو محکمې دېوان پورې اړه درلوده د دوه ورځو په موده کې یې اړوند مرجع ته مکتوبا مسترد کړئ؛ ترڅو خلک له ستونزو سره لاس او ګرېوان نه شي.

د محبوسینو په اړه یې ټینکار وکړ چې په اونۍ کې یوځل له محبوسینو نه لیدنه وکړئ او د محبوسینو شته ستونزو ته رسېدنه وکړئ.

دغه راز د توقیف خانو او نظارت خونو په اړه یې قضاتو ته سپارښتنې وکړې چې د توقیف خانو او نظارت خانو څارنه وکړئ چې بېګناه ولس تهدید او تر بند لاندې نه وي او په پای کې د محاکمو د اسرار په اړه وغږېده او زیاته یې کړه چې محاکمو ته بېلا بېل موضوعات محول کېږي باید په ټولنه کې د خلکو او ولسونو راز افشا نه شي او پټ پاتې شي.

په پای کې د قضاتو په استازیتوب د پکتیا ولایت ښاري ابتدائیه محکمې رئیس مولوي کلیم الله (قانت حقاني) خبرې وکړې او د قضاتو په استازیتوب یې د مرافعه محکمې له رئیس نه مننه وکړه او خوښي یې وښوده.

ناسته د دعا په ویلو سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۵:۴۷
Background image

د ستری محکمی د جنوب لوېدیځ زون قضائي مرستیال روزګان ولایت ته سفر وکړ

د سترې محمکې د جنوب لوېديځ زون قضائي مرستیال محترم شیخ نورالله (منیر) صاحب، د نظامی معاونیت د قضائي غړو مولوي محمدهاشم (الهام) او مفتي فضل الله (عاصم)، د قضائي تفتیش عمومی ریاست غړو شیخ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۰:۳۹
Background image

د ننګرهار ولايت ښاري ابتدائیه محکمې رئيس په مشرۍ غونډه وشوه

د ننګرهار ولايت ښاري ابتدائيه محکمې رئیس محترم مولوي سلطان محمد (رباني) په مشرۍ، په ۲۹/ ۱۲/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه له قضائي غړو سره د یو شمېر کاري موضوعاتو د حل او فصل لپاره ځانګړې غونډه وشوه.
غ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۵:۴۴
Background image

د لغمان ولایت مرافعه محکمې رئیس د یاد ولايت له زندان څخه ليدنه وکړه

د لغمان ولایت مرافعه محکمې عمومي رئیس الحاج شیخ سخي الرحمن (فایز) په مشرۍ يو ګډ هيئت، چې د لغمان او لوېدیځ نورستان د نظامي محکمې رئیس، د مرافعه محکمی د جزا دېوان رئیس او د ښاري ابتدائیه. . .

بیا په خبرونو کی