د پکتیا د مرافعه محکمې رئیس د یوه پلاوي په مشرۍ د ځاځي آریوب او احمدخېلو له ابتدائیه محاکمو لیدنه وکړه

m_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۲/۲۵ - ۹:۷
د پکتیا د مرافعه محکمې رئیس د یوه پلاوي په مشرۍ د ځاځي آریوب او احمدخېلو له ابتدائیه محاکمو لیدنه وکړه

د روان ۱۴۴۴هـ ق کال د شوال المکرم میاشتې په ۱۷مه نېټه د پکتیا ولایت د مرافعه محکمې رئيس محترم مفتي امان الله (منقاد حقاني)، د جزاء دېوان د عضو محرر محترم مولوي عبدالرحمن (زاهد)، د عامه امنیت دېوان د عضو مفتي محترم مولوي حمدالله (حمیدي) او د تحریراتو د محترم آمر قاري میرزامحمد(رشیدي) په ملتیا د ځاځي آریوب او احمد خېلو ولسوالیو له ابتدائيه محاکموڅخه جلا، جلا لیدنه وکړه.

په یاده لیدنه کې د پکتیا ولایت د مرافعه محکمې عمومي رئيس محترم مفتي امان الله (منقاد حقاني)، د یادو ولسوالیو ابتدائيه محاکمو پر قضاتو سربېره د دې ولسوالیو له ولسوال صاحبانو، امنیه قوماندانانو، د امر بالمعروف له مدیرانو او نورو اړوند مسؤولینو سره وکتل.

په دغه لیدنه کې محترم مفتي امان الله (منقاد حقاني) پیلیزې ویناوې وکړې وویل، د خلکو ستونزو ته په خپل وخت سره رسيدنه وکړئ، د ادارو تر منځ همغږي وساتئ، د اسلامي امارت د سپېڅلو شهیدانو قربانۍ او سرښیندنې له یاده ونه باسئ.

دغه راز د مرافعه محکمې رئیس او ورسره مل پلاوي د یادو ولسوالیو د ابتدائیه محاکمو له محترمو رئیس صاحبانو، مفتیانو او محررصاحبانو سره ځانګړې ناستې ترسره کړې، د هغوی قضائي او اداري اجراآت یې له نـږدې وکـتل.

د لـیدنې په جـریان کې د مـرافعه محکمې رئيس د حاضرۍ کتابونو، متـحدالمآل مکـتوبونو، د مـفتي فتـوا ورکولو او نورو اړینو موضوعاتو په اړه مفصلې خبرې وکړې او د قضائي او اداري چارو د لابهبود توصیه يې ورته وکړه.

ورپسې د مرافعه محکمې پلاوي د ابتدائیه محاکمو مسؤولینو ته د جزائي، حقوقي، مختلف النوع وثایقو او نورو اداري کارونو په اړه لازمې لارښوونې وکړې.

 د یادونې وړ ده چې د یادو ولسوالیو د ابتدائيه محاکمو محترمو قاضي صاحبانو د مرافعه محکمې له رئيس او ورسره مل پلاوي څخه مـنـنه وکړه، ابتدائیه محاکمو ته د دوی سفر یې د چارو د لاسمون په موخه ډېر ګټور وباله او د خیر دعا یې وکړه.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۴:۲۳
Background image

د سترې محکمې د تدارکاتو آمريت خبرتیا

د تدارکاتو د اصولو له مخې ټولو هېوادوالو ته خبر ورکول کېږي چې د افغانستان اسلامي امارت ستره محکمه په نظر کې لري د ۱۴۰۵هـ ش مالي کال لپاره د افغان رود رنر لوژستیکي  شرکت سره چې د جواز. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۳:۲۱
Background image

د کونړ ولايت محاکمو په يوه مياشت کې (۲۵۹) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۱۸۱) وثیقې هم اجرا کړې دي

د کونړ ولایت مرافعه، ښاري ابتدائیه، اختصاصي او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په يوه مياشت کې (له ۱/ ۱۲/ ۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۳۰/ ۱۲/ ۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې (۲۵۹) دوسيو ته پر رسېدنه سربېره،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۵:۴۱
Background image

د سترې محکمې د امنیتي او اجرائیوي چارو رئیس کاپیسا او پنجشېر ولایتونو ته سفر وکړ

د سترې محکمې د امنیتي او اجرائیوي چارو رئیس محترم الحاج مولوي نجیب الله (رفیع)، د دغه ریاست د ملکي او نظامي قوماندانۍ د مسؤولینو په ملتیا، د روان ۱۴۴۸هـ ق کال د صفرالمظفر د میاشتې په. . .

بیا په خبرونو کی