د پکتیا د روحاني بابا ولسوالۍ د ابتدائيه محکمې په هڅو د مقتول کورنۍ لخوا قاتل ته بخښنه وشوه

m_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۹/۱۴ - ۱۵:۱
د پکتیا د روحاني بابا ولسوالۍ د ابتدائيه محکمې په هڅو د مقتول کورنۍ لخوا قاتل ته بخښنه وشوه


د روان ۱۴۴۵ هـ ق د جمادی الأولی میاشتې په اتمه نېټه د پکتیا ولایت د روحاني بابا ولسوالۍ د ابتدائيه محکمې په هڅو او د قومي مشرانو او سپين ږېرو په منځګړيتوب د قتل قضيه حل او فصل شوه او د مقتول کورنۍ لخوا قاتل ته بخښنه وشوه.
ياده قضيه په ۲۳/ ۳/ ۱۴۴۵ هـ ق نېټه د پکتيا ولايت روحاني بابا ولسوالۍ ابتدائيه محکمې ته راجع شوې وه،  محکمې د قضیې له دقیق څېړلو وروسته دواړه لوري سولې ته وهڅول او د سپين ږېرو او قومي مشرانو په منځګړيتوب یې د دواړو لوریو ترمنځ د سولې فیصله چې جانبینو پرې قناعت او رضایت درلود، په یوه غونډه کې ابلاغ کړه.
په همدې موخه جوړه شوې غونډه کې د پکتيا ولايت د مرافعه محکمې عمومي رئيس محترم مفتي عبيد الله (خالد)، د يادې ولسوالۍ ولسوال، امنيه قوماندان، د نورو ادارو مسؤولينو او د يادې سيمې عامو اوسېدونکو ګډون درلود.
په دې غونډه کې د مرافعه محکمې عمومي رئيس په خپلو خبرو کې د يادې ولسوالۍ ولسونه مجاهدين وبلل، د يادو ولسونو همکاري يې له اسلامي امارت سره وستايله او راغلو ګډونوالو ته يې اصلاحي وينا وکړه.
د غونډې په پای کې د روحاني بابا ولسوالۍ ولسونو دې ولسوالۍ ته د مرافعه محکمې د عمومي رئيس د راتګ هرکلی وکړ او د محاکمو له رهبرۍ يې د زړه له تله مننه وکړه.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۰:۲
Background image

د غزني ولايت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ غونډه وشوه

د غزني ولايت مرافعه محکمې رئیس الحاج مفتي عزیزالله (حیدري) په مشرۍ، د ښاري ابتدائیه محکمې رئيس، د مرافعه او ښاري ابتدائیه محاکمو د دېوانونو رئيسانو په ګډون، په ۲/ ۱۱/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۹:۵۸
Background image

د لغمان ولایت مرافعه محکمې رئیس د یاد ولایت د عدلیې له رئیس سره وکتل

د لغمان ولایت مرافعه محکمې رئیس الحاج شیخ سخي الرحمن (فایز فیروزکوهي)؛ په ۱۰/ ۱۱/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه د یاد ولایت د عدليې له رئیس سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.
په دې ليدنه کې د دواړو ادارو په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۵:۱۵
Background image

د لوګر ولايت محاکمو په يوه مياشت کې (۲۵۰) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۱۲۹) وثیقې هم اجرا کړې دي

د لوګر ولایت مرافعه، ښاري ابتدائیه او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په يوه مياشت کې (له ۱/ ۱۰/ ۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۳۰/ ۱۰/ ۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې (۲۵۰) دوسيو ته پر رسېدنه سربېره، (۱۲۹) وثيقې. . .

بیا په خبرونو کی