د هیواد له زندانونو څخه د لوی اختر په مناسبت د آزاد شوو بندیانو د خوشي کېدو په اړه د سترې محکمې خبرتیا

m_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۴/۱۸ - ۹:۳۳
د هیواد له زندانونو څخه د لوی اختر په مناسبت د آزاد شوو بندیانو د خوشي کېدو په اړه د سترې محکمې خبرتیا

 

د افغانستان اسلامي امارت د محترم مشرتابه د عالي مقام د (۵۷۸) ګڼې او ۱۴۴۴/۹/۲۴ هـ.ق نېټې   د هدایت په اساس  او د سترې محکمې د رئیس او قاضي القضات صاحب په حکم د هیواد په کچه له زندانونو څخه ( ۲۱۷۸ ) هغه زندانیان چې د عفوې مستحق وو خوشي شول او ( ۴۸۹  ) نور بندیان چي د تخفیف وړ وو د بند په موده کې تخفیف ورکړل شو.
د یادونې وړ ده چې د سترې محکمې د عالي شورا د تصویب نمبر (۳۵) مؤرخ ۶/۹/۱۴۴۴ هـ ق د دوهمې پرېکړې په اساس د هیواد په سطحه د بې سرنوشته او عفوې مستحق بندیانو د معلومولو لپاره بېلا بېل پلاوي جوړ شوي وو، د یادو پلاوو تر هراړخیزې هیئتۍ وروسته د پورته ذکر شوو بندیانو د خوشي کېدو او د یو شمېر نورو زندانیانو د بند په موده کې د تخفیف پرېکړه شوې ده.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۴:۲۳
Background image

د سترې محکمې د تدارکاتو آمريت خبرتیا

د تدارکاتو د اصولو له مخې ټولو هېوادوالو ته خبر ورکول کېږي چې د افغانستان اسلامي امارت ستره محکمه په نظر کې لري د ۱۴۰۵هـ ش مالي کال لپاره د افغان رود رنر لوژستیکي  شرکت سره چې د جواز. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۳:۲۱
Background image

د کونړ ولايت محاکمو په يوه مياشت کې (۲۵۹) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۱۸۱) وثیقې هم اجرا کړې دي

د کونړ ولایت مرافعه، ښاري ابتدائیه، اختصاصي او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په يوه مياشت کې (له ۱/ ۱۲/ ۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۳۰/ ۱۲/ ۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې (۲۵۹) دوسيو ته پر رسېدنه سربېره،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۵:۴۱
Background image

د سترې محکمې د امنیتي او اجرائیوي چارو رئیس کاپیسا او پنجشېر ولایتونو ته سفر وکړ

د سترې محکمې د امنیتي او اجرائیوي چارو رئیس محترم الحاج مولوي نجیب الله (رفیع)، د دغه ریاست د ملکي او نظامي قوماندانۍ د مسؤولینو په ملتیا، د روان ۱۴۴۸هـ ق کال د صفرالمظفر د میاشتې په. . .

بیا په خبرونو کی