د ننګرهار ولایت د مرافعه محکمې رئیس د یاد ولایت د ټولو محاکمو له مسؤولینو سره وکتل

m_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۷/۶ - ۱۱:۵۹
د ننګرهار ولایت د مرافعه محکمې رئیس د یاد ولایت د ټولو محاکمو له مسؤولینو سره وکتل

د شنبې په ورځ ( ۸ / ۳ / ۱۴۴۵ هـ ق) نېټه د ننګرهار ولایت د مرافعه محکمې په تالار کې د مرافعه محکمې د رئیس په مشرۍ د یادې محکمې د دېوانونو، د ښاري ابتدائيه محکمې د دېوانونو او د ننګرهار ولایت د (۲۲) ولسوالیو د قضاتو، مفتیانو، محررینو او اداري کارکوونکو غونډه ترسره شوه .

غونډه د قرآنکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت پیل شوه؛ ورپسې د ننګرهار د مرافعه محکمې معاون او د جزاء دېوان رئیس ټولو راغلو قضاتو ته ښه راغلاست ووایه.

دغه راز د مرافعه محکمې رئیس محترم شیخ معاذالله (عارف) د غونډې ګډونوالو ته عالمانه وینا وکړه او قضات یې خپلو مسؤولیتونو ته متوجه کړل.

نوموړي وویل، هغه وخت په یاد کړئ چې اسلامي شعایر به مو نه شول پر ځای کولای، نبوي سنت به مو نشو عملي کولای، د طالب او ملا نوم به مو نشو اخیستی، په ادارو کې به چا نه پرېښودلی، اوس چې الله (جل جلاله) پر تاسې دغه لویه پېرزوینه او لورینه وکړه حکومت یې ستاسې په لاس درکړ او تاسې یې د دغه هیواد واکمنان وګرځولای؛ نو اوس پر تاسې لازمه ده چې د الله (جل جلاله)  شکر ادا کړی، پر خلکو رحم وکړئ، دوسیې یې ورته عاجلې خلاصې کړئ، بېځایه او بې مورده یې مه بندیانوئ او د بندیانو دوسیې عاجلې ورته خلاصوئ.

دغه راز د مرافعه محکمې رئیس قضات د حاضرۍ پابندۍ ته متوجه کړل او د تحریراتو رئيس مولوي عبادالرحمن ته یې دنده وسپارله چې د ولسوالیو د قضاتو حاضري دې وخت پر وخت د ټلېفون له لارې تعقیبوي.

وروسته د ښاري ابتدائيه محکمې رئیس د دې محکمې د قضاتو  په استازیتوب محترم شیخ صاحب معاذالله ته ډاډ ورکړ چې ورسپارل شوو دوندو ته به په خپل وخت رسېدنه کوي او په احسنه توګه به يې اجرا کوي.

غونډه د مرافعه محکمې د عامه امنیت دېوان د مفتي شیخ ولي محمد لخوا د دعاپه ویلو پای ته ورسېده.

 

 

 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۸ - ۹:۵۷
Background image

د پکتيا ولايت د مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ د همغږۍ غونډه وشوه

د پکتیا ولایت د مرافعه محکمې رئیس الحاج مفتي عبیدالله (خالد) په مشرۍ؛ د یاد ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ او د عدلیې ریاستونو رئیسانو او د امارتي قضایاوو له آمر سره د یو شمېر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۹:۵۲
Background image

د لوګر ولايت د مرافعه محکمې رئيس د یاد ولايت ازرې ولسوالۍ له ابتدائیه محکمې څخه ليدنه وکړه

د لوګر ولایت د مرافعه محکمې رئیس محترم شیخ محمد ګلاب (فاروقي) په مشرۍ او د مرافعه محکمې د جزا دېوان د رئیس مولوي فضل‌الرحیم (عابد) په ګډون يوه هیئت، په ۲۸/ ۱/ ۱۴۴۸هـ ق نېټه د دغه ولایت. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۳:۳۲
Background image

د لوګر ولايت د مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ د همغږۍ غونډه وشوه

د لوګر ولایت د مرافعه محکمې رئیس الحاج شیخ محمد ګلاب (فاروقي) په مشرۍ، د مرافعه او ښاري ابتدائیه محاکمو د جزا او عامه امنيت دېوانونو رئیسانو، د علماوو شورا مرستيال او غړي، د امنيه. . .

بیا په خبرونو کی