د میدان وردګ ولایت د استیناف محکمې رئیس د دغه ولایت له مرکزي زندان څخه لیدنه وکړه

m_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۹/۸ - ۱۵:۱۵
د میدان وردګ ولایت د استیناف محکمې رئیس د دغه ولایت له مرکزي زندان څخه لیدنه وکړه

د میدان وردګ ولایت د استیناف محکمې د رئيس محترم مولوي عبدالکریم «حقاني» په مشرۍ د دغه ریاست یوه پلاوي د یاد ولایت له مرکزي زندان څخه لیدنه وکړه.

د استیناف محکمې رئیس او ورسره مل پلاوي په یاده لیدنه کې د زندان له مسؤولینو سره د بندیانو د بېلا بېلو موضوعاتو لکه د نیول کېدو نېټه، د مسؤولینو چلند، په محاکمو کې د هغوی دوسیو ته په وخت رسېدنه، بندي او محبس ته د محکمې له حکم څخه خبر ورکول، او په اړه یې باید بېرته اړوند محکمې ته ډاډ او اطمینان ورکړل شي، خبرې وکړې.

دغه راز یاد پلاوي د محبس مسؤولینو ته د زندانیانو د حقوقو په اړه لارښوونې وکړې او بندیانو ته يې په دې اړه ډاډ ورکړ چې ستاسو دوسیو ته به په وخت رسېدنه کیږي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳ - ۱۶:۲۴
Background image

د کندهار ولايت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ له نورو امارتي ادارو سره د همغږۍ غونډه وشوه

د کندهار ولایت مرافعه محکمې عمومي رئیس محترم شیخ غلام حضرت (ابوالمنذر) په مشرۍ؛ د ښاروالۍ، کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ او مستوفیت استازو، د ثبت اسناد وثايقو آمر او عضو مفتي او د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳ - ۱۶:۲۲
Background image

د هلمند ولايت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ غونډه کې د بنديانو پر دوسيو بحث وشو

د هلمند ولایت مرافعه محکمې عمومي رئیس الحاج مولوي محمد (محمدي) په مشرۍ؛ د دېوانونو رئيسانو، قضائي غړو، د امنيتي قطعې مرستيال او د حقوقو آمر په ګډون نن سه شنبه ۲۷/ ۱۲/ ۱۴۴۶ هـ ق نېټه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳ - ۱۱:۴۰
Background image

د روزګان ولايت د محاکمو د مسؤولينو په هڅو د قتل موضوع حل او فصل شوه

د روزګان ولایت د مرافعه محکمې رئیس محترم مولوی سخیداد (ابوالتقي)؛ د چورې ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د حقوقو مدیر مفتي عبدالودود په دوامداره هڅو او قومي مشرانو په منځګړیتوب په ۲۶ /۱۲ /۱۴۴۶هـ. . .

بیا په خبرونو کی