د میدان وردګو ولايت د چک ولسوالۍ ابتدائيه محکمې له لوري درې تنه مجرمينو باندي تعزیري سزا تطبيق ترسره شو

m_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۴/۱۹ - ۱۰:۴
د میدان وردګو ولايت د چک ولسوالۍ ابتدائيه محکمې له لوري درې تنه مجرمينو باندي تعزیري سزا تطبيق ترسره شو

 

د روان ۱۴۴۴ هجري قمري کال د ذوالحجې میاشتې په ۱۷ نېټه د میدان وردګ ولایت په مرکز میدان ښار د غازي امان الله خان په ورزشي لوبغالي کې د چک ولسوالۍ ابتدائیه محکمې له لوري په دري تنو مجرمینو تعزيري سزا تطبيق شوه.
يادو مجرمينو ته چې دوه يې نارينه او يوه ښځينه وه، چې له کور څخه د تيښتې په تور د درې ګونو محاکمو له طی کولو وروسته  په عام محضر کې تعزیري سزا ورکړل شوه.
د تعزیري سزا د تطبيق په دې مراسمو کې د دولتي مسؤلينو سربېره عامو هيوادوالو هم ګډون کړی وو.
په مراسمو کې د قوماندانۍ قومندان ښاغلي شیخ محمد شریف حلیمي صاحب د حدودو او تعزیري جزاګانو د تطبیق په اهمیت هر اړخیزې خبرې وکړې او د محاکمو له قضاتو یې مننه وکړه، چې د شهیدانو آرمانونه یې پوره کړل چې یو یې هم د حدودو او تعزیراتو تنفیذ وو.
د شرعي قوانینو تنفیذ یې د خپلې سپيڅلې مبارزې ستره موخه او آرمان یاد کړ او دا یې لویه لاسته راوړنه وبلله.
 ورپسې د یاد ولایت د مرافعه محکمې عمومي رئيس ښاغلي مولوي عبدالکریم حقاني صاحب د حدودو او تعزیراتو په اهمیت خبرې وکړې او وویل، چې د اسلامي امارت په محاکمو کې به هر مجرم مجازات کیږي، د حدود او تعزیراتو نافذول یې د دنیا او آخرت د خیر ذریعه یاده کړه او د نورو د عبرت وسیله یې وبلله.
همدا راز عامو خلکو د محاکمو په داسې کړنو خوښي څرګنده کړه او د الله تعالی شکر یې ادا کړ.
 غونډه دعائیه په ویلو سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۵ - ۱۳:۳۹
Background image

د پکتيا زون نظامي محکمې رئيس په مشرۍ غونډه وشوه

د پکتيا زون نظامي محکمې د رئیس الحاج مولوي عبدالجلیل آغا (حسیني) په مشرۍ؛ چې قضائي هیئت، د یاد ولایت مرستیال محترم شیخ انعام الله (صلاح الدین)، د اړوند ادارو مسؤولینو، د حوزو آمرينو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۵ - ۱۰:۵۴
Background image

د ننګرهار زون نظامي محکمې سرپرست د لغمان او لوېدیځ نورستان له نظامي محکمې ليدنه وکړه

د ننګرهار زون نظامي محکمې سرپرست رئیس مولوي عبدالحمید (صمیم)؛ د یادې محکمې محرر مولوي معراج احمد (صهیب)، په ۱۶/ ۱۱/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه د لغمان او لوېدیځ نورستان له ابتدائیه نظامي محکمې څخه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۵ - ۱۰:۴۰
Background image

د زابل ولايت محاکمو په دوو اونيو کې (۱۷۳) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۶۴) وثیقې هم اجرا کړې دي

د زابل ولایت د مرافعه، ښاري ابتدائیه، نظامي او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په دوو اونيو کې (له ۱ / ۱۱/ ۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۱۵ / ۱۱/ ۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې (۱۷۳) دوسيو ته پر رسېدنه سربېره،. . .

بیا په خبرونو کی