د محاکمو د کاري وخت په هکله د عاليقدر امیرالمؤمنین حفظه الله حکم

m_admin
شنبه ۱۴۰۲/۱۲/۲۷ - ۱۳:۵۴
د محاکمو د کاري وخت په هکله د عاليقدر امیرالمؤمنین حفظه الله حکم

د محاکمو د کاري وخت د تعیین په هکله د افغانستان اسلامي امارت د زعیم عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د ۲/۹/۱۴۴۳ هـ ق نېټې د ۴۹۴ج۱ شمېره ګڼې حکم کې راغلي: ((دا چې اوس ناسم شرایط پای ته رسېدلي او اسلامي امارت په ټول هیواد کې کاملا واکمن دی نو د افغانستان اسلامي امارت تمیزونه، مرافعه او ابتدائیه ټولې محکمې دې خپل کاري وخت په لاندې توګه تعین کړي:

د کال لومړۍ شپږ میاشتې [د حمل له لومړۍ نېټې څخه بیا د سنبلې تر پایه] د هرې شنبې څخه تر چهارشنبې د سهار ۸:۰۰ بجو څخه د ماپښین تر ۴:۰۰ بجو پورې. د ډوډۍ خوړلو او لمانځه ادا کولو لپاره د ۱۲:۰۰ بجو څخه تر ۱:۰۰ بجې پورې وقفه ده او هره پنجشنبه د سهار له ۸:۰۰ بجو څخه د ماپښین تر ۱:۰۰ بجې پورې پرته له وقفې.))

د یاد حکم په اساس، د روژې مبارکې په میاشت کې باید ټول محاکم د شنبې څخه تر پنجشنبې د سهار له ۸:۰۰ څخه د ماپښین تر ۱:۰۰ بجې پورې پرته له وقفې فعالیت ولري.

دغه راز د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی په حکم کې زیاته شوې: ((د کال په دوهمو شپږو میاشتو کې «د میزان له لومړۍ نېټې څخه د حوت تر پایه» د هرې شنبې څخه تر چهارشنبې پورې د سهار له ۸:۳۰ بجو څخه د مازیګر تر ۳:۳۰ بجو پورې، له ۱۲:۰۰ څخه تر ۱:۰۰ بجې پورې د ډوډۍ خوړلو وقفه ده او هره پنجشنبه د سهار له ۸:۳۰ څخه د ماپښین تر ۱:۳۰ بجې پورې پرته له وقفې.))

بناء د اسلامي امارت تمیزونو، دېوانونو، مرافعه او ابتدائیه ټولې محکمې دې د پورتنیو وختونو سره سم خپل کارونه تنظیم کړي او نور هغه مکتوبونه چې له دغه حکم سره ټکر لري لغوه دي.

 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۵ - ۱۳:۳۹
Background image

د پکتيا زون نظامي محکمې رئيس په مشرۍ غونډه وشوه

د پکتيا زون نظامي محکمې د رئیس الحاج مولوي عبدالجلیل آغا (حسیني) په مشرۍ؛ چې قضائي هیئت، د یاد ولایت مرستیال محترم شیخ انعام الله (صلاح الدین)، د اړوند ادارو مسؤولینو، د حوزو آمرينو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۵ - ۱۰:۵۴
Background image

د ننګرهار زون نظامي محکمې سرپرست د لغمان او لوېدیځ نورستان له نظامي محکمې ليدنه وکړه

د ننګرهار زون نظامي محکمې سرپرست رئیس مولوي عبدالحمید (صمیم)؛ د یادې محکمې محرر مولوي معراج احمد (صهیب)، په ۱۶/ ۱۱/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه د لغمان او لوېدیځ نورستان له ابتدائیه نظامي محکمې څخه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۵ - ۱۰:۴۰
Background image

د زابل ولايت محاکمو په دوو اونيو کې (۱۷۳) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۶۴) وثیقې هم اجرا کړې دي

د زابل ولایت د مرافعه، ښاري ابتدائیه، نظامي او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په دوو اونيو کې (له ۱ / ۱۱/ ۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۱۵ / ۱۱/ ۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې (۱۷۳) دوسيو ته پر رسېدنه سربېره،. . .

بیا په خبرونو کی