د لغمان ولایت د ښاري محکمې له لوري د لواطت په جرم دوه تنه متهمینو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

m_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۴/۲۷ - ۱۲:۳۹
د لغمان ولایت د ښاري محکمې له لوري د لواطت په جرم دوه تنه متهمینو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

 

نن سه شنبه د ۱۴۴۵/۱/۱  هـ ق نېټه د لغمان ولایت د مرکزي عیدګاه مسجد ته څېرمه د لغمان ولایت د ښاري محکمې له لوري دوه تنه متهمینو ته چې د لواطت په موضوع متهم وه، سزا ورکړل شوه.

د یادو متهمینو نسبتي دوسیې د لغمان ولایت ښاري ابتدائيه محکمې ریاست د جزا دېوان لخوا وڅېړل شوې، چې په اساس یې پرېکړه په یو یو کال بند او ۳۰ـ۳۰ دورو په وهلو وشوه، چې د مرافعه محکمې جزا دېوان له لوري هم په همدې ډول فیصله وشوه، وروسته د دوسیو ټول اصولي مراحل د سترې محکمې لوړ مقام له هدایت سره سم طی شول.
په دې مراسمو کې د لغمان ولایت د مرافعه محکمې رئیس په شمول ګڼ شمېر دولتي مسؤلینو او عامو هیوادوالو ګډون درلود.
غونډه د دعائیه په ویلو سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۴:۲۳
Background image

د سترې محکمې د تدارکاتو آمريت خبرتیا

د تدارکاتو د اصولو له مخې ټولو هېوادوالو ته خبر ورکول کېږي چې د افغانستان اسلامي امارت ستره محکمه په نظر کې لري د ۱۴۰۵هـ ش مالي کال لپاره د افغان رود رنر لوژستیکي  شرکت سره چې د جواز. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۳:۲۱
Background image

د کونړ ولايت محاکمو په يوه مياشت کې (۲۵۹) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۱۸۱) وثیقې هم اجرا کړې دي

د کونړ ولایت مرافعه، ښاري ابتدائیه، اختصاصي او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په يوه مياشت کې (له ۱/ ۱۲/ ۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۳۰/ ۱۲/ ۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې (۲۵۹) دوسيو ته پر رسېدنه سربېره،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۵:۴۱
Background image

د سترې محکمې د امنیتي او اجرائیوي چارو رئیس کاپیسا او پنجشېر ولایتونو ته سفر وکړ

د سترې محکمې د امنیتي او اجرائیوي چارو رئیس محترم الحاج مولوي نجیب الله (رفیع)، د دغه ریاست د ملکي او نظامي قوماندانۍ د مسؤولینو په ملتیا، د روان ۱۴۴۸هـ ق کال د صفرالمظفر د میاشتې په. . .

بیا په خبرونو کی