د لغمان ولايت د مرافعه محکمې د مفرزه قطعې لپاره نوى قومندان معرفي شو

m_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۸/۴ - ۱۰:۲۶
د لغمان ولايت د مرافعه محکمې د مفرزه قطعې لپاره نوى قومندان معرفي شو


د ١٤٤٥ هـ ق کال د ربیع الثاني میاشتې په ۸مه نېټه د لغمان ولایت د مرافعه محکمې د ریاست په انګړ کې د یاد ریاست د مفرزه قطعې نوی قوماندان د یوې غونډې په ترڅ کې معرفي شو.
په ياده غونډه کې چې د مرافعه محکمې د رئیس محترم الحاج عبدالله (فرقاني) په مشرۍ جوړه شوې وه د لغمان ولایت د مرافعه محکمې قضاتو، اداري کارکوونکو او د مرافعه محکمې امنیتي مؤظفینو ګډون درلود.
غونډه د قرآنکريم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت پیل شوه، ورپسې د مرافعه محکمې رئیس ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه او نوی قوماندان محترم مولوي شمس چې د مقام له خوا د پخواني قوماندان پرځای مقرر شوی دی یې ګډونوالو ته ور وپېژانده.
د لغمان ولایت د مرافعه محکمې د جزا دېوان رئیس د غونډې ګډونوالو ته په خپله وینا کې وويل، اطاعت د مشرانو پر مونږ ټولو واجب دی او د تعمیل لپاره يې باید ډېر کوښښ وکړو.
نوموړي د امنیتي مؤظفینو سره په همکارۍ ټینګار وکړ او نوي قوماندان ته یې په چارو کې د بریالیتوب دعا وکړه.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۰:۵۳
Background image

د زابل ولايت محاکمو په يوه مياشت کې (۳۸۴) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۸۹) وثیقې هم اجرا کړې دي

د زابل ولایت مرافعه، ښاري ابتدائیه، نظامي او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په يوه مياشت کې (له ۱ / ۴ / ۱۴۴۸هـ ق څخه تر ۲۹ / ۴/ ۱۴۴۸هـ ق) نېټې پورې (۳۸۴) دوسيو ته پر رسېدنه سربېره، (۸۹. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۰:۳۲
Background image

د سترې محکمې د قضائي تفتیش عمومي رئیس په مشرۍ غونډه وشوه 

د سترې محکمې د قضائي تفتیش عمومي رئيس محترم شیخ عبدالرحمن (فراهي) په مشرۍ؛ په 1448/5/3هـ ق نېټه د یاد ریاست د تېرو کړنو د ارزونې او راتلونکو چارو د لا ښه‌والي، چټکتیا او همغږۍ د تقويې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۴:۱۹
Background image

د کندهار ولايت ښاري ابتدائيه محکمې په يوه مياشت کې (۵۱۳) دوسيو ته رسېدنه کړې ده

 د کندهار ولايت ښاري ابتدائيه محکمې په يوه مياشت کې (له ۱/ ۴/ ۱۴۴۸هـ ق څخه تر ۱/ ۵/ ۱۴۴۸هـ ق) نېټې پورې په حقوقي او جزائي برخو کې (۵۱۳) دوسیو ته رسېدنه کړې ده؛ چې جزئيات يې په لاندې ډول. . .

بیا په خبرونو کی