د فراه ولایت محاکمو د یوې میاشتې په جریان کې د (۲۱۱) دوسیو پر حل او فصل سربېره (۴۵۸) وثیقې هم اجرا کړې دي

m_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۷/۵ - ۱۰:۳
د فراه ولایت محاکمو د یوې میاشتې په جریان کې د (۲۱۱) دوسیو پر حل او فصل سربېره (۴۵۸) وثیقې هم اجرا کړې دي

په دغه راپور کې له ۲۶ /۱ /۱۴۴۵ هـ ق څخه تر۲۴ /۲ /۱۴۴۵ هـ ق نېټې د فراه ولایت د مرافعه محکمې، د ښاري ابتدائیه محکمې او د ولسوالیو د ابتدائیه محاکمو د تېرو څلورو اونیو حقوقي او جزائي اجراآت شامل دي .

په حقوقي برخه کې:

په یاده موده کې د فراه ولایت محاکمو ته (۱۶۰)  حقوقي دوسیې راجع شوې  دي؛ په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودې او تر دوران لاندې وې .

له دې جملې څخه  (۴) دوسیې مکتوبي مسترې شوې،  د (۱۳) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۶۹) دوسیې فیصله شوې او پاتې نورې تر کار لاندې دي .

په جزائي برخه کې:

په یاده موده کې د فراه ولایت محاکمو ته (۲۱۵) جزائي دوسیې راجع شوې دي؛په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودې او تر دوران لاندې وې .

له دې جملې څخه  (۷) دوسیې مکتوبي مسترې شوې،  د (۲۱) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۹۷) دوسیې فیصله شوې او پاتې نورې تر کار لاندې دي .

همدا راز په یاده موده کې (۴۵۸) بېلا بېلې وثیقې هم اجرا شوې دي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۲:۵۱
Background image

د خوست ولایت مرافعه محکمې رئیس د یاد ولايت له مرکزي زندان څخه ليدنه وکړه

د خوست ولایت مرافعه محکمې عمومي رئيس الحاج مولوي عين الله (خليل)؛ د مرافعه محکمې عامه امنیت دېوان محرر مولوي حکیم الله (وقار) په ملتیا، په ۱۰/ ۱۱/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه د خوست ولایت له مرکزي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۰:۵۱
Background image

د لغمان ولایت مرافعه محکمې رئیس د یاد ولایت الینګار او قرغه‌يي ولسوالیو ته سفر وکړ

د لغمان ولایت مرافعه محکمې عمومي ر‌ئیس محترم الحاج شیخ سخي الرحمن (فایز)؛ د ۱۴۴۷ هـ ق کال د شوال المکرم په ۲۸ مه او ۲۹مه نېټه د یاد ولایت الینګار او قرغه‌يي ولسوالیو ته د ابتدائیه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۰:۴۸
Background image

د قضائي تفتیش عمومي ریاست مفتشینو د پنجشېر ولایت له محاکمو او مرکزي زندان څخه لیدنه وکړه

د سترې محکمې د محترم عالي مقام په هدایت د قضائي پلټنې د عمومي ریاست یوه مؤظف پلاوي چې محترم مولوي سیف الرحمن (ذاکر) يې مشري کوله او مولوي شمس الدین (احدي) او مولوي کمال الدین (متقي) يې. . .

بیا په خبرونو کی