د فراه محاکمو په دوو اونيو کې د (۱۵۸) دوسیو پر حل او فصل سربېره (۳۷۸) وثیقې هم اجرا کړې دي

m_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۹/۱۹ - ۱۱:۴۰
د فراه محاکمو په دوو اونيو کې د (۱۵۸) دوسیو پر حل او فصل سربېره (۳۷۸) وثیقې هم اجرا کړې دي


د فراه ولايت مرافعه محکمې، وثايقو، ښاري ابتدائیه محکمې او د ټولو ولسواليو ابتدائیه محاکمو په يوه مياشت کې له ( ۲۸/ ۴/ ۱۴۴۵هـ ق نېټې څخه تر ۱۱/ ۵/ ۱۴۴۵ هـ ق) نېټې پورې د (۱۵۸) دوسيو پر حل او فصل سربېره، (۳۷۸) وثيقې هم اجرا کړې دي، چې جزئيات يې په لاندې ډول دي:
په حقوقي برخه کې:
د فراه ولایت محاکمو ته په دوو اونيو کې (۸۸)  حقوقي دوسیې واردې شوې، په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودې وې.
له دې جملې څخه (۳) دوسیې مکتوبي مستردې شوې، د (۱۲) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۴۰) دوسیې فیصله شوې او پاتې دوسيې تر کار لاندې دي.
په جزائي برخه کې:
د فراه ولایت محاکمو ته په دوو اونيوو کې (۱۴۳) جزائي دوسیې واردې شوې، په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودې وې.
له دې جملې څخه (۲) دوسیې مکتوبي مستردې شوې، د (۱۴) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۸۷) دوسیې فیصله شوې او پاتې دوسيې تر کار لاندې دي.
د وثيقو برخه کې:
د فراه ولايت محاکمو په دوو اونيوو کې (۳۷۸) بېلا، بېلې وثیقې هم اجرا کړې دي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۳:۴۸
Background image

د زابل‎ ولايت ښاري ابتدائیه محکمې مسؤولينو په هڅو، د قتل اړوند (۳۳) کلنه موضوع حل او فصل شوه

د زابل ولایت ښاري ابتدائیه محکمې اړوند جزا دېوان په هڅو؛ قومي مشرانو، سپین‌ږیرو او علماء کرامو په منځګړیتوب، په ۲۴/ ۱۰/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه، (۳۳) کاله مخکې رامنځته شوې موضوع چې درې کسان په کې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۳:۴۲
Background image

د پکتیا زون نظامي محکمې مسؤولینو په هڅو د قتل موضوع حل او فصل شوه

د پکتیا زون نظامي محکمې رئیس شیخ عبدالجلیل آغا (حسیني) او قضائي غړو په ډېرو هڅو او ترغیب، د قومي مشرانو، سپین‌ږیرو او مصلحینو په منځګړیتوب، د عمدي قتل موضوع، په ۸/ ۱۱/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه حل. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۰:۲
Background image

د غزني ولايت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ غونډه وشوه

د غزني ولايت مرافعه محکمې رئیس الحاج مفتي عزیزالله (حیدري) په مشرۍ، د ښاري ابتدائیه محکمې رئيس، د مرافعه او ښاري ابتدائیه محاکمو د دېوانونو رئيسانو په ګډون، په ۲/ ۱۱/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه. . .

بیا په خبرونو کی