د سترې محکمې قضائي زده کړو عمومي ریاست کې د محاکمو قضائي کارکوونکو ته علمي او عملي قضائي سیمینار جوړ شو

m_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۲/۳۱ - ۱۳:۲۸
د سترې محکمې قضائي زده کړو عمومي ریاست کې د محاکمو قضائي کارکوونکو ته علمي او عملي قضائي سیمینار جوړ شو

د افغانستان اسلامي امارت د سترې محکمې د قضائي تعلیماتو عمومي ریاست په تالار کې د پکتیکا او یو شمېرو نورو ولایتونو  شاوخوا ۱۴۴ جدید التقرر قاضیانو، مفتیانو او محررینو ته علمي او عملي قضائي سیمینار ورکړل شو.

د یاد سیمینار ګډونوالو ته د قضائي تعلیماتو عمومي ریاست د مسلکي مدرسینو لخوا د اسلامي امارت تعلیمات نامه، د معین القضاة والمفتین او د وثایقو لارښوود په عملي او نظري ډول تدریس شول.

د دغه قضائي سیمینار یو تن استاد محترم مفتي نصیب الله صاحب وویل، د سترې محکمې لخوا معمولاً د مؤظف قضاتو د ظرفیت لوړونې لپاره سیمینارونه جوړېږي، په دې سیمینارونو کې تعلیمي، تربیتي، علمي او نظري برخې شاملې وي او په همدې توګه په اداري چارو کې  هم ورته بشپړ معلومات ورکول کېږي.

نوموړي زیاته کړه، موږ چې له هر سیمینار وروسته نتیجه ګیري کوو دغه قضائي سیمینارونه ډېر زیات ګټور تمام شوی دی.

د پکتیکا ولایت د مرافعه محکمې رئیس محترم مفتي عبیدالله (خالد) هم دغه قضائي سیمینارونه ډېر ګټور وبلل زیاته یې کړه، په یادو قضائي علمي سیمینارونو کې قاضي صاحبان علمي او نظري زده کړې کوي.

نوموړي د محاکمو له مسؤولینو څخه د ورته سیمینارونو د دوام او توجه غوښتنه وکړه.

د مولوي محمد شریف جهادیار په نوم د کابل ولایت د قره باغ ولسوالۍ د ابتدائیه محکمې قاضي او د دغه سیمینار یو تن ګډونوال وویل، دغه قضائي سیمینار کې د محترمو شیوخ کرامو او استادانو لخوا موږ ته د تدریس او علمي کار لپاره وخت راکړل شوی وو.

نوموړي د محاکمو له مسؤولینو غوښتنه وکړه چې دغه ډول قضائي علمي سیمینارونو وخت زیات کړي ترڅو ګډونوال دین او اهل دین ته د خدمت مصدر جوړ شي.

د سیمینار بل ګډونوال او د پکتیکا ولایت د ښاري محکمې رئیس مولوي محمد اشرف ابوخالد هم دغه سیمینار له لاسته راوړنو ډک او ګټور وباله او وویل، دغه سیمینار ته د پکتیکا د ټولو ولسوالیو، مرافعه محکمې او ښاري محکمې څخه ټول جدید التقرر قضائي منسوبین رابلل شوي او دلته یې ګډون درلود.

 د قضائي زده کړو عمومي ریاست د مسؤولینو د معلوماتو په اساس د یاد سیمینار ګډونوالو ته په عملي ډول د مختلف النوع وثایقو، قبالو، د عریضې، جلب پاڼې، صورت دعوی، دفع دعوی، د صحت شرایط، د دوسیو او ابلاغ پاڼو د لیکلو طریقه، د دوسیو ترتیب، تنظیم او  د لېږلو طریقې، د صادرې او واردې، مکتوبونو او نور عملي طریقې  روښانه او تدریس شوې.

پر دې سربېره د سیمینار په ګډونوالو هره ورځ د مختلفو موضوعاتو په تړاو یوه مکمله دوسیه لیکل کېده، بیا به د لیکل شوو دوسیو او د هغو په اړه فیصلې بررسي او د نیمګړتیاوو په صورت کې به د نیمګړتیاوو د حل په موخه لازمې لارښوونې کېدې.

دغه راز د سیمینار په پیل او پای کې ګډونوالو ته یوه امتحاني پارچه هم ورکړل شوه چې د دوی د لیکل شوو دوسیو سره له ضم او د هغه له مخې به د سیمینار د ارزونې نمرې ورکړل شي.

د یادونې وړ ده چې د پکتیکا ولایت د قضائي بستونو د علماء کرامو لپاره لس ورځنی سیمینار پنجشنبه (۲۸/۱۰/۱۴۴۴ هـ ق نېټه) پای ته ورسېد او د نورو مختلفو ولایتونو جدید التقرر علماء به د نورو مسایلو برخه کې د روزنې په موخه پنځه ورځې نور هم سیمینار کې ګډون ولري.

هېره ده نه وي چې یاد قضائي علمي سیمینار د روان ۱۴۴۴ هجري قمري کال د شوال المکرم میاشتې په ۱۹مه نېټه پیل شوی و.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۴:۱۷
Background image

د لوګر ولايت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ غونډه وشوه

د لوګر ولایت مرافعه محکمې رئیس الحاج شیخ محمد ګلاب (فاروقي) په مشرۍ؛ د مرافعه او ښاري ابتدائیه محاکمو د دېوانونو رئيسانو، د علماوو شورا مرستيال، د امنيتي ادارو او د فرمانونو او حکمونو د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۴:۱۳
Background image

د سترې محکمې د اداري مرستيال په مشرۍ یوه لوړ رتبه هيئت د کونړ ولايت د محاکمو او نورو امارتي ادارو له مسؤولينو سره وکتل

د سترې محکمې د اداري مرستيال محترم شيخ سخاءالله (سعيد) صاحب په مشرۍ یوه لوړ رتبه هيئت، چې د سترې محکمې د دارالانشاء عمومي رئيس محترم مفتي عبدالرشيد (سعيد)، د کارکوونکو چارو عمومي رئيس. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۰:۵۳
Background image

د بلخ ولايت محاکمو په دوو اونيو کې (۶۰۵) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۷۴۸) وثیقې هم اجرا کړې دي

د بلخ ولايت مرافعه، ښاري ابتدائیه، د بلخ زون اختصاصي او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په دوو اونيو کې (له ۱/ ۱۱/ ۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۱۳ /۱۱ / ۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې (۶۰۵) دوسيو ته پر رسېدنه. . .

بیا په خبرونو کی