د سترې محکمې د جزا دېوان عمومي رئیس د هیواد پنځو ولایتونو ته سفر وکړ

m_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۲/۱۷ - ۱۱:۵۰
د سترې محکمې د جزا دېوان عمومي رئیس د هیواد پنځو ولایتونو ته سفر وکړ

د افغانستان اسلامي امارت د سترې محکمې د جزا دېوان عمومي رئیس محترم مفتي عتیق الله (دروېش) ولایتونو ته د رسمي سفرونو په دوام  د روان ۱۴۴۴ هـ ق کال د شوال میاشتې په ۴مه نېټه، له نږدې څخه د زندانونو د لیدنې او د یو شمېر مهمو دوسیو د څېړنې لپاره د هیواد پنځو ولایتونو (بدخشان، تخار، کندوز، بغلان او سمنګان) ته سفر وکړ.

د سترې محکمې د جزا دېوان عمومي رئیس د دغه (۱۳) ورځني سفر په ترڅ کې د یادو ولایتونو د مرافعه محاکمو پر رئیسانو سربېره د محاکمو له یو شمېر نورو قضائي کارکوونکو سره وکتل، هغوی ته یې په ټاکلي وخت د دوسیو د حل او فصل په اړه ټینګار وکړ.

دغه راز محترم مفتي عتیق الله (دروېش) د یاد هر ولایت  په زندانونو کې له نږدې څخه د موجوده بندیانو د وضعیت او احوال پوښتنه وکړه، د هغوی ستونزې او نظرونه یې واورېدل.

پر دې سربېره د سترې محکمې د جزا دېوان عمومي رئیس د خپل سفر په جریان کې د یادو ولایتونو اړوند (۱۰) مهمې جزائي دوسیې هم له نږدې وڅېړلې.

د یادونې وړ ده چې د سترې محکمې د جزا دېوان عمومي رئیس محترم مفتي عتیق الله (دروېش) له لاسته راوړنو د دغه ډک رسمي سفر تر پای ته رسېدو وروسته په (۱۷/۱۰/۱۴۴۴ هـ ق) نېټه بېرته کابل ته راستون شو.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۴:۲۳
Background image

د سترې محکمې د تدارکاتو آمريت خبرتیا

د تدارکاتو د اصولو له مخې ټولو هېوادوالو ته خبر ورکول کېږي چې د افغانستان اسلامي امارت ستره محکمه په نظر کې لري د ۱۴۰۵هـ ش مالي کال لپاره د افغان رود رنر لوژستیکي  شرکت سره چې د جواز. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۳:۲۱
Background image

د کونړ ولايت محاکمو په يوه مياشت کې (۲۵۹) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۱۸۱) وثیقې هم اجرا کړې دي

د کونړ ولایت مرافعه، ښاري ابتدائیه، اختصاصي او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په يوه مياشت کې (له ۱/ ۱۲/ ۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۳۰/ ۱۲/ ۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې (۲۵۹) دوسيو ته پر رسېدنه سربېره،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۵:۴۱
Background image

د سترې محکمې د امنیتي او اجرائیوي چارو رئیس کاپیسا او پنجشېر ولایتونو ته سفر وکړ

د سترې محکمې د امنیتي او اجرائیوي چارو رئیس محترم الحاج مولوي نجیب الله (رفیع)، د دغه ریاست د ملکي او نظامي قوماندانۍ د مسؤولینو په ملتیا، د روان ۱۴۴۸هـ ق کال د صفرالمظفر د میاشتې په. . .

بیا په خبرونو کی