د سترې محکمې د تدارکاتو امریت خبرتیا

m_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۶/۲۳ - ۱۱:۵۴
د سترې محکمې د تدارکاتو امریت خبرتیا

د ا.ا.ا د سترې محکمې تدارکات پر شرایطو برابرو ټولو داوطلبانو ته بلنه ورکوي چې د ۱۴۰۲ هـ ش مالي کال د کابل ولایت د مرافعه محکمې د یو پوړیزه او دوه پوړیزه ودانیو د بنسټیز ترمیم او رنګمالۍ د تدارکاتو په داوطلبۍ کې ګډون وکړي، د شرطپاڼې نقل د مالي او اداري عمومي ریاست د تدارکاتو له آمریت څخه په فلش یا ډسک کې تر لاسه کړئ، خپل آفرونه په شرطپاڼه کې د ذکر شویو شرطونو او د تدارکاتو قانون او طرزالعمل په رڼا کې په سربسته او تړلي ډول د دې خبرتیا د خپرېدو له نېټې څخه د ۱۲/۷/۱۴۰۲هـ ش نېټې تر ۱۰:۳۰بجو پورې د کابل ښار د عامې روغتیا څلور لاري ته څېرمه د سترې محکمې د تدارکاتو عمومي مدیریت ته وسپارئ، تر یادې نېټې وروسته او د انټرنټ له لارې را رسېدلي آفرونه د منلو وړ نه دي.

د آفر تضمین[په بانکي ډول ۳۴۰۰۰] افغانۍ دی، د آفرونو پرانیسته په ۱۲/۷/۱۴۰۲هـ ش نېټه له غرمې مخکې ۱۰:۳۰ بجې په ستره محکمه کې تر سره کیږي.

نوټ: د آفرونو د پرانستې څخه تر مخ ناسته ۵/۷/۱۴۰۲ هـ ش نېټه د سترې محکمې په تدارکاتو آمریت کې ترسره کیږي.

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۱۴:۴
Background image

د خوست ولايت د مرافعه محکمې د نوي رئيس محترم مفتي فيض الله (فياض) د معرفت غونډه وشوه

د خوست ولايت د مرافعه محکمې نوی عمومي رئيس محترم مفتي فيض الله (فياض) د یکشنبې په ورځ (۴/ ۲/ ۱۴۴۷هـ ق) نېټه د يوې غونډې په ترڅ کې د یاد رياست قضائي غړو او اداري کارکوونکو ته معرفي او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۱۰:۱۳
Background image

د میدان وردګ ولايت محاکمو په یوه میاشت کې (۲۴۸) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۱۹۷) وثیقې هم اجرا کړې دي

د ميدان وردګ ولايت مرافعه، ښاري ابتدائيه او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په يوه مياشت کې (له ۱/ ۱/ ۱۴۴۸هـ ق څخه ۲۹/ ۱/ ۱۴۴۸هـ ق) نېټې پورې (۲۴۸) دوسيو ته پر رسېدنه سربېره، (۱۹۷). . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۸ - ۹:۵۷
Background image

د پکتيا ولايت د مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ د همغږۍ غونډه وشوه

د پکتیا ولایت د مرافعه محکمې رئیس الحاج مفتي عبیدالله (خالد) په مشرۍ؛ د یاد ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ او د عدلیې ریاستونو رئیسانو او د امارتي قضایاوو له آمر سره د یو شمېر. . .

بیا په خبرونو کی