د سترې محکمې د تدارکاتو امریت خبرتیا

m_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۶/۲۱ - ۱۱:۲۱
د سترې محکمې د تدارکاتو امریت خبرتیا

د ا.ا.ا د سترې محکمې تدارکات پر شرایطو برابرو ټولو داوطلبانو ته بلنه ورکوي چې د ۱۴۰۲ هـ ش مالي کال د قضائیه قوې د محاکمو د ساتنې عمومي او اجرائیوي ریاست لپاره د (۳) قلمه پوښاکو (البسې) د تدارکاتو په داوطلبۍ کې ګډون وکړي، د شرطپاڼې نقل د مالي او اداري عمومي ریاست د تدارکاتو له آمریت څخه په فلش یا ډسک کې تر لاسه کړئ، خپل آفرونه په شرطپاڼه کې د ذکر شویو شرطونو او د تدارکاتو قانون او طرزالعمل په رڼا کې په سربسته او تړلي ډول د دې خبرتیا د خپرېدو له نېټې څخه تر ۱۰/۷/۱۴۰۲هـ ش نېټې تر ۱۰:۳۰ بجو پورې د کابل ښار د عامې روغتیا څلور لاري ته څېرمه د سترې محکمې د تدارکاتو عمومي مدیریت ته وسپارئ، تر یادې نېټې وروسته او د انټرنټ له لارې را رسېدلي آفرونه د منلو وړ نه دي.

د آفر تضمین [په بانکي ډول۳۹۰۰۰۰] افغانۍ دی، د آفرونو پرانیسته په ۱۰/۷/۱۴۰۲هـ ش نېټه له غرمې مخکې ۱۰:۳۰ بجې په ستره محکمه کې تر سره کیږي.

نوټ: د آفرونو د پرانستې څخه تر مخ ناسته په ۳/۷/۱۴۰۲ هـ ش نېټه د سترې محکمې په تدارکاتو آمریت کې تر سره کیږي.

 

 

 

 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۹:۳۴
Background image

د خوست ولایت محاکمو په یوه میاشت کې (۵۹۲) دوسیو ته رسېدنه کړې او (۳۱۸) وثیقې یې هم اجرا کړې دي

 د خوست ولایت مرافعه، ښاري ابتدائیه، اختصاصي او د ټولو ولسوالیو ابتدائیه محاکمو په یوه میاشت کې (له ۱ /۴ /۱۴۴۸هـ ق څخه تر ۳۰ /۴ /۱۴۴۸هـ ق) نېټې پورې (۵۹۲) دوسیو ته رسېدنه کړې او (۳۱۸) و. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۲:۵۶
Background image

د کابل ولايت مرافعه محکمې د رئیس په مشرۍ د همغږۍ غونډه وشوه

د کابل ولایت د مرافعه محکمې عمومي رئیس محترم الحاج مفتي ذبیح الله (ساجد) په مشرۍ؛ د یادې محکمې د دېوانونو د رئیسانو په ګډون، د کاري همغږۍ، د چارو د لا سمون او د هېوادوالو د حقوقي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۵۵
Background image

د ننګرهار ولايت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

د ننګرهار ولایت د مرافعه محکمې رئیس خلیفه مولوي محبوب الرحمن (نقشبندي) په مشرۍ؛ په ۲/ ۵/ ۱۴۴۸هـ ق نېټه اداري غونډه وشوه.
په یاده غونډه کې د ښاري ابتدائیه محکمې رئیس مولوي سلطان محمد. . .

بیا په خبرونو کی