د سترې محکمې د تدارکاتو آمريت خبرتيا

m_admin
د سترې محکمې د تدارکاتو آمريت خبرتيا

د تدارکاتو قانون د درې څلویښتمې مادې د (۲) فقرې له مخې ټولو هیوادوالو ته خبر ورکول کېږي، چې د افغانستان اسلامي امارت ستره محکمه په نظر کې لري د ۱۴۰۳هـ ش مالي کال لپاره د سمیر رسول لمیتد شرکت سره چې د جواز شمېره (۳۳۴۵-۰۱۰۱) ده او مرکزي دفتر یې د کابل ولایت مرکز په صدارت څلورلارې کې موقعیت لري، د (۳۵۹۲۸۰۰)درې میلیونه، پنځه سوه دوه نوې زره او آته سوه افغانیو په قیمت سره د سترې محکمې د مرکزي ریاستونو لپاره د (۳۰) قلمه قرطاسیه بابو د تدارک قرارداد وکړي.
هر ډول حکمي او حقیقي شخصیتونه چې په دې اړه نیوکه لري، د تدارکاتو قانون د پنځوسمې مادې له مخې کولای شي په لیکلي ډول د دلایلو په لرلو سره خپلې نیوکې د دې اعلان د خپرېدو له نېټې څخه تر اوو (۷) تقویمي ورځو پورې د عامې روغتیا څلور لارې ته څیرمه د سترې محکمې د مالي او اداري عمومي ریاست اړوند د تدارکاتو آمریت ته وړاندې کړي.
دا خبرتیا د قرارداد د تړلو په معنی نه ده، د پورته ذکر شوې نېټې تر پوره کېدو او نورو قانوني مرحلو تر سرته رسولو پورې د قرارداد عقد نه تړل کېږي.

خبرتیاوي

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۶/۱۳ - ۱۱:۴۱
Background image

د ربیع الأول میاشتې د لیدو په اړه د رؤیت هلال مرکزي کمېټې خبرتیا    

د افغانستان اسلامي امارت د میاشتې د لیدو د مرکزي او ولایتي کمېټو د غړو د معلوماتو له مخې د دغه کمېټو غړو د ګران هیواد افغانستان په هېڅ ولایت کې د ربیع الأول میاشت نه ده لیدلې او نه عامو هېوادوالو شرعي . . .

شنبه ۱۴۰۳/۶/۳ - ۱۵:۴۱
Background image

د سترې محکمې د تدارکاتو آمريت خبرتيا

د تدارکاتو قانون د درې څلویښتمې مادې د (۲) فقرې له مخې ټولو هېوادوالو ته خبر ورکول کېږي چې د افغانستان اسلامي امارت ستره محکمه په نظر کې لري د ۱۴۰۳ هـ ش مالي کال لپاره د وارث هارون تجارتي شرکت سره چې . . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۶/۱ - ۱۱:۳۵
Background image

د سترې محکمې د تدارکاتو آمريت خبرتيا

د افغانستان اسلامي امارت د سترې محکمې تدارکات پر شرایطو برابر ټولو داوطلبانو ته بلنه ورکوي چې د ۱۴۰۳ هـ ش مالي کال لپاره د دغه مقام د تکنالوژۍ آمریت د فایروال لیسنس او سرور دستګاه د تدارکاتو په . . .

Back to announcements