د سترې محکمې د تدارکاتو آمريت خبرتيا

m_admin
د سترې محکمې د تدارکاتو آمريت خبرتيا

د افغانستان اسلامي امارت د سترې محکمې تدارکات پر شرایطو برابر ټولو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، چې د ۱۴۰۳ هـ ش مالي کال د کابل ولایت د مرافعه محکمې لپاره د (۳۳) قلمه پرنټر رنګونو د تدارکاتو په داوطلبۍ کې ګډون وکړي؛ د شرطپاڼې نقل د مالي او اداري عمومي ریاست د تدارکاتو له آمریت څخه په فلش یا ډسک کې تر لاسه کړئ، خپل آفرونه په شرطپاڼه کې د ذکر شویو شرطونو او د تدارکاتو قانون او طرزالعمل په رڼا کې په سربسته او تړلي ډول د دې خبرتیا د خپرېدو له نېټې څخه تر ۸ /۲ /۱۴۰۳ هـ ش نېټې تر ۱۰:۳۰ بجو پورې، د کابل ښار د عامې روغتیا څلور لارې ته څیرمه د سترې محکمې د مالي او حسابي چارو ریاست اړوند د قراردادونو د اسانتیا عمومي مدیریت ته وسپارئ، تر یادې نېټې وروسته او د انټرنټ له لارې را رسیدلي آفرونه د منلو وړ نه دي.
د آفر تضمین په بانکي ډول (۲۲۰۰۰) افغانۍ ده، د آفرونو پرانیسته ۸ /۲ /۱۴۰۳هـ ش نېټه مخکې له غرمې ۱۰:۳۰ بجو په ستره محکمه کې تر سره کېږي.
نوټ: د آفرونو د پرانستې څخه تر مخ ناسته ۳ /۲ /۱۴۰۳هـ ش نېټه د سترې محکمې په تدارکاتو آمریت کې تر سره کېږي.

خبرتیاوي

شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۲ - ۱۰:۲۵
Background image

د سترې محکمې د دارلافتاء ریاست د ۱۴۴۷ هـ ق کال د لومړۍ ربعې د فعاليتونو لنډ راپور

د سترې محکمې د دارلافتاء ریاست د ۱۴۴۷ هـ ق کال په لومړۍ ربعه کې لاندې مهم فعاليتونه ترسره کړې؛ چې جزئیات يې په لاندې ډول دي:
۱ـ په لومړۍ ربعه کې د دارالافتاء ریاست د بېلابېلو موضوعاتو په اړه (۱۸) شرعي . . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۳ - ۱۱:۳۵
Background image

آگاهی حضور جهت تطبیق فیصلۀ محکمه، دوسیۀ نسبتی (جاوید ولد خواص خان) و (فرهاد ولد محمد یوسف)

دوسیۀ نسبتی (جاوید ولد خواص خان) و (فرهاد ولد محمد یوسف)، که از سوی جزء ج دیوان تجارتی محکمه شهری ولایت ننگرهار فیصله و غرض تطبیق به آمریت حقوق این ولایت راجع شده بود.
آمریت حقوق ولایت ننگرهار، به . . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۹ - ۱۵:۲۷
Background image

د سترې محکمې د تدارکاتو آمريت خبرتیا

د افغانستان اسلامي امارت د سترې محکمې تدارکات پر شرایطو برابر ټولو داوطلبانو ته بلنه ورکوي چې د ۱۴۰۴ هـ ش مالي کال د تخار، دایکنډي او بدخشان ولایتونو د نظامي محاکمو لپاره درې عراده (فلډر او هایلکس) . . .

Back to announcements