د سترې محکمې د تدارکاتو آمريت خبرتيا
د تدارکاتو د اصولو له مخې ټولو هېوادوالو ته خبر ورکول کېږي، چې د افغانستان اسلامي امارت ستره محکمه په نظر کې لري د ۱۴۰۵هـ ش مالي کال لپاره د "جان محمد بابرزي تجارتي او لوژستیکي خدمتونو شرکت" سره چې د جواز شمېره یې (۷۳۰۰۷) ده او مرکزي دفتر یې د کابل ولایت مرکز په څلورمه ناحیه صدارت څلورلارې کې موقعیت لري؛ د پنځلس میلیونه، شپږ سوه او نهه اتیا زره (۱۵۶۸۹۰۰۰) افغانیو په قیمت سره د سترې محکمې اړوند ریاستونو لپاره د (۱۵) عراده موټرونو د تدارک قرارداد وکړي.
هر ډول حکمي او حقیقي شخصیتونه، چې په دې اړه نیوکه لري؛ د تدارکاتو د اصولو له مخې کولای شي په لیکلي ډول د دلایلو په لرلو سره خپلې نیوکې د دې اعلان د خپرېدو له نېټې څخه تر پنځو (۵) تقویمي ورځو پورې د عامې روغتیا څلورلارې ته څېرمه د سترې محکمې د مالي او اداري چارو عمومي ریاست اړوند د تدارکاتو آمریت ته وړاندې کړي.
دا خبرتیا د قرارداد د تړلو په معنی نه ده؛ د پورته ذکر شوې نېټې تر پوره کېدو او نورو قانوني مرحلو تر سرته رسولو پورې د قرارداد عقد نه تړل کېږي.
