د سترې محکمې د تدارکاتو آمريت خبرتيا

m_admin
د سترې محکمې د تدارکاتو آمريت خبرتيا

د تدارکاتو د اصولو له مخې ټولو هېوادوالو ته خبر ورکول کېږي، چې د افغانستان اسلامي امارت ستره محکمه په نظر کې لري د ۱۴۰۵هـ ش مالي کال لپاره د «احمد میلاد رومان لمیتد» شرکت سره چې د جواز شمېره یې (۱۴۸۰۳-۱۰۱۰) ده او مرکزي دفتر یې د کابل ولایت مرکز په دويمه ناحیه بهارستان کې موقعیت لري؛ د اته میلیون، نهه سوه اته اویا زره (۸۹۷۸۰۰۰) افغانۍ په قیمت سره د سترې محکمې کارکوونکو ته د غرمې ډوډۍ لپاره د (۴) قلمه خوراکي توکو د تدارک قرارداد وکړي.
هر ډول حکمي او حقیقي شخصیتونه، چې په دې اړه نیوکه لري؛ د تدارکاتو د اصولو له مخې کولای شي په لیکلي ډول د دلایلو په لرلو سره خپلې نیوکې د دې اعلان د خپرېدو له نېټې څخه تر پنځو (۵) تقویمي ورځو پورې د عامې روغتیا څلور لارې ته څېرمه د سترې محکمې د مالي او اداري چارو عمومي ریاست اړوند د تدارکاتو آمریت ته وړاندې کړي.
دا خبرتیا د قرارداد د تړلو په معنی نه ده، د پورته ذکر شوې نېټې تر پوره کېدو او نورو قانوني مرحلو تر سرته رسولو پورې د قرارداد عقد نه تړل کېږي.

خبرتیاوي

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۰:۵۲
Background image

د سترې محکمې د تدارکاتو آمريت خبرتيا

د تدارکاتو د اصولو له مخې ټولو هېوادوالو ته خبر ورکول کېږي، چې د افغانستان اسلامي امارت ستره محکمه په نظر کې لري د ۱۴۰۵هـ ش مالي کال لپاره د «احمد میلاد رومان لمیتد» شرکت سره چې د جواز شمېره یې (۱۴۸۰۳ . . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۱ - ۱۳:۲۱
Background image

د سترې محکمې د تدارکاتو آمريت خبرتيا!

د تدارکاتو د اصولو له مخې ټولو هېوادوالو ته خبر ورکول کېږي، چې د افغانستان اسلامي امارت ستره محکمه په نظر کې لري، چې د ۱۴۰۵هـ ش مالي کال لپاره د «احمد سلطان مظهري لوجستیکي شرکت» سره چې د جواز شمېره یې . . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۴:۳۹
Background image

د سترې محکمې د تدارکاتو آمريت خبرتیا

د افغانستان اسلامي امارت د سترې محکمې تدارکات پر شرایطو برابرو ټولو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، چې د ۱۴۰۵ هـ ش مالي کال لپاره د سترې محکمې د مرکز ګرمۍ سیستم لپاره د تخنیکي اطاق او تیلو ذخیرې د نوې ودانۍ . . .

Back to announcements