د زابل ولايت د ترنک او جلدک (شهرصفا) ولسوالۍ د ابتدائيه محکمې له لوري د قتل موضوع حل او فصل شوه

m_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۷/۱۷ - ۱۱:۲۳
د زابل ولايت د ترنک او جلدک (شهرصفا) ولسوالۍ د ابتدائيه محکمې له لوري د قتل موضوع حل او فصل شوه

څه موده مخکې د زابل ولایت د شهر صفا ولسوالۍ د جلدک سيمه کې د ۵۸۰ ډوله موټر او موټر سايکل تر منځ ترافيکي پېښه رامنځته شوې وه چې له امله یې د شيراحمد په نوم یو کس ژوند له لاسه ورکړی و او يو کس زخمي و.

د یادو کسانو دوسیه د شهر صفا ولسوالۍ ابتدائیه محکمې ته تر راجع کېدو وروسته په غور او دقت وڅېړل شوه؛ له بشپړې څېړنې وروسته د دې محکمې د مسؤولینو په هڅو د روان ۱۴۴۵ هـ ق کال د ربیع الاول میاشتې په ۱۱مه نېټه یاده دوسیه داسې حل او فصل شوه چې د قاتل بالخطا کورنۍ د مقتول وارثینو ته دیت ورکړ.

 د يادونې وړده چې دا پنځمه د قتل موضوع ده چې د شهر صفا ولسوالۍ د ابتدائيه محکمې له لوري حل او فصل کيږي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۸ - ۹:۵۷
Background image

د پکتيا ولايت د مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ د همغږۍ غونډه وشوه

د پکتیا ولایت د مرافعه محکمې رئیس الحاج مفتي عبیدالله (خالد) په مشرۍ؛ د یاد ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ او د عدلیې ریاستونو رئیسانو او د امارتي قضایاوو له آمر سره د یو شمېر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۹:۵۲
Background image

د لوګر ولايت د مرافعه محکمې رئيس د یاد ولايت ازرې ولسوالۍ له ابتدائیه محکمې څخه ليدنه وکړه

د لوګر ولایت د مرافعه محکمې رئیس محترم شیخ محمد ګلاب (فاروقي) په مشرۍ او د مرافعه محکمې د جزا دېوان د رئیس مولوي فضل‌الرحیم (عابد) په ګډون يوه هیئت، په ۲۸/ ۱/ ۱۴۴۸هـ ق نېټه د دغه ولایت. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۳:۳۲
Background image

د لوګر ولايت د مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ د همغږۍ غونډه وشوه

د لوګر ولایت د مرافعه محکمې رئیس الحاج شیخ محمد ګلاب (فاروقي) په مشرۍ، د مرافعه او ښاري ابتدائیه محاکمو د جزا او عامه امنيت دېوانونو رئیسانو، د علماوو شورا مرستيال او غړي، د امنيه. . .

بیا په خبرونو کی