د زابل د مرافعه محکمې عمومي رئیس د ياد ولايت له ښاري محکمې لیدنه وکړه

m_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۰/۱۹ - ۱۰:۵۶
د زابل د مرافعه محکمې عمومي رئیس د ياد ولايت له ښاري محکمې لیدنه وکړه

د ۱۴۴۵ هـ ق کال د جمادی الثانيه میاشتې په ۱۳مه نېټه د زابل ولایت د مرافعه محکمې عمومي رئیس مفتي عبدالجلیل (سفیان) د مرافعه محکمې د جزا دېوان، د امنیت عامه دېوان د رئیسانو او د مدني دېوان د مفتي  په ملتیا د یاد ولایت له ښاري محکمې څخه لیدنه وکړه.
د يادې ليدنې په پیل کې یې د ښاري محکمې له رئیس سره ناسته وکړه، د هيئتۍ په اړه یې د تمیز عالي مقام هدایت (باید د چارو د لا ښه سمون لپاره  د ابتدائیه محاکمو څخه وخت پر وخت لیدنه ترسره شي ) ورسره شریک کړ.
ورپسې د ښاري محکمې رئیس د دې محکمې ضروریات له یاد پلاوي سره شریک کړل او په دې برخه کې د مرافعه محکمې د همکارۍ ډاډ ورکړل شو.
دغه راز یاد پلاوي د ښاري محکمې له دېوانونو لیدنه وکړه، د دېوانونو اداري او قضائي چارې یې وارزولې، د يادو دېوانونو د کارکوونکو کارونه یې وستایل، ستونزې یې واورېدې او د همکارۍ ډاډ یې ورکړ.
د ليدنې په پای کې ياد پلاوي د کارونو د لا ښه سمون او خپل مسؤولیت ته د متوجه کېدلو په اړه ورته لازمې سپارښتنې وکړې؛ د دېوانونو رئیسانو د یاد پلاوي څخه مننه وکړه او خپله خوښي یې څرګنده کړه.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۵:۲۰
Background image

د سترې محکمې د مالي او اداري چارو عمومي ریاست د ۱۴۴۷هـ ق کال د درېيمې ربعې لنډ راپور

د سترې محکمې د مالي او اداري چارو عمومي ریاست د ۱۴۴۷هـ ق په درېيمه ربعه کې لاندې عمده فعاليتونه سرته رسولي دي:

1-    په ځینو خاصو مواردو کې (۹۶۲۳۲) افغانۍ عایدات راټول او د امارت خزانې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۰:۱۷
Background image

د کابل ولایت مرافعه، د نشه‌يي توکو او مسکراتو څخه د مخنيوي او اختصاصي محاکمو په دوو اونيو کې (۵۳۷) دوسيو ته رسېدنه کړې ده

د کابل ولایت مرافعه محکمې دېوانونو، د نشه‌يي توکو او مسکراتو څخه د مخنيوي او اختصاصي محاکمو په دوو اونیو کې (له ۱۶ /۱۰ /۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۲۹ /۱۰ /۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې(۵۳۷) دوسيو ته رسېدنه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۰:۱۳
Background image

د کابل ولايت ښاري ابتدائيه محکمې اړوند څلورو زونونو په دوو اونيو کې (۱۱۷۱) دوسيو ته رسېدنه کړې ده

د کابل ولايت ښاري ابتدائيه محکمې اړوند څلورو زونونو په دوو اونيو کې (له ۱۶/ ۱۰/ ۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۲۹/ ۱۰/ ۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې (۱۱۷۱) دوسيو ته رسېدنه کړې ده، چې جزئيات يې په لاندې ډول دي.
. . .

بیا په خبرونو کی