د خوست محاکمو په يوه مياشت کې د (۲۹۳) دوسیو پر حل او فصل سربېره، (۲۷۱) وثیقې هم اجرا کړې دي

m_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۹/۱ - ۱۰:۴۴
د خوست محاکمو په يوه مياشت کې د (۲۹۳) دوسیو پر حل او فصل سربېره، (۲۷۱) وثیقې هم اجرا کړې دي


د خوست ولايت مرافعه محکمې، ښاري ابتدئیه محکمې او د ټولو ولسواليو ابتدائیه محاکمو په يوه مياشت کې له ( ۱/ ۴/ ۱۴۴۵هـ ق نېټې څخه تر ۳۰/ ۴/ ۱۴۴۵ هـ ق) نېټې د (۲۹۳) دوسيو پر حل او فصل سربېره، (۲۷۱) وثيقې هم اجرا کړې دي، چې جزئيات يې په لاندې ډول دي.
په حقوقي برخه کې: 
د خوست محاکمو په يوه مياشت کې (۱۴) دوسیې مکتوبي مستردې کړې، د (۹۲) دوسیو په اړه يې قضائي قرارونه صادر کړي، (۶۴) دوسیې يې فیصله کړې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي. 
په جزائي برخه کې: 
د خوست محاکمو په يوه مياشت کې (۲۴) دوسیې مکتوبي مستردې کړې، د (۳۷) دوسیو په اړه يې قضائي قرارونه صادر کړي، (۶۲) دوسیې يې فیصله کړې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي. 
د وثيقو برخه کې:
د خوست محاکمو په يوه مياشت کې (۲۷۱) بېلا بېل وثایق هم اجرا کړې دي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۹:۵۲
Background image

د لوګر ولايت د مرافعه محکمې رئيس د یاد ولايت ازرې ولسوالۍ له ابتدائیه محکمې څخه ليدنه وکړه

د لوګر ولایت د مرافعه محکمې رئیس محترم شیخ محمد ګلاب (فاروقي) په مشرۍ او د مرافعه محکمې د جزا دېوان د رئیس مولوي فضل‌الرحیم (عابد) په ګډون يوه هیئت، په ۲۸/ ۱/ ۱۴۴۸هـ ق نېټه د دغه ولایت. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۳:۳۲
Background image

د لوګر ولايت د مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ د همغږۍ غونډه وشوه

د لوګر ولایت د مرافعه محکمې رئیس الحاج شیخ محمد ګلاب (فاروقي) په مشرۍ، د مرافعه او ښاري ابتدائیه محاکمو د جزا او عامه امنيت دېوانونو رئیسانو، د علماوو شورا مرستيال او غړي، د امنيه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۱:۲۱
Background image

د کندهار د مرافعه محکمې رئیس د نشه‌یي توکو د روږدو بندیانو له محبس څخه لیدنه وکړه

د کندهار ولایت د مرافعه محکمې رئیس محترم شیخ محمد (محمدي)، د مرافعه محکمې د عامه امنيت دېوان محرر مولوي عبدالستار په ملتيا، په ۲۷/ ۱/ ۱۴۴۸هـ ق نېټه په یاد ولايت کې پر نشه‌يي توکو د. . .

بیا په خبرونو کی