د حقوقو ریاست د عمومي رئیس په مشرۍ د یاد ریاست د چارو د بهبود په موخه اداري ناسته ترسره شوه
د روان ۱۴۴۵ هـ ق کال د محرم الحرام میاشتې په اتمه نېټه د حقوقي ریاست د عمومي رئیس محترم مفتي محمدابراهیم جان (ابوالحفاظ) په مشرۍ د یاد ریاست اړوند تېرو چارو د ارزونې او راتلونکو کارونو د بهبود په موخه اداري ناسته ترسره شوه.
په یاده ناسته کې چې د حقوقو عمومي ریاست د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه د حقوقي عمومي ریاست غړو، د کابل ولایت د حقوقو رئیس، د یاد ریاست امرینو، مدیرانو او کارکوونکو ګډون درلود.
ناسته د قرانکریم د مبارکو آیاتونو په تلاوت پیل شوه؛ ورپسې د ناستې ګډونوالو په هغو لارو چارو تفصیلي خبرې وکړې چې ورسره د یاد ریاست اړوند مراجعینو کارونو ته په احسنه توګه رسېدنه کېږي.
دغه راز د غونډې ګډونوالو د حقوقو ریاست د چارو د لا ښه والي، غوره مدیریت، مراقبت، نظارت او انسجام په اړه له یو بل سره ګټورې مشورې شریکې کړې.
یاده ناسته د دعاء په ویلو پای ته ورسېده.