د جنوب لوېدیځ زون د تفتيش د عمومي رياست پلاوي د هرات له ښاري محکمې څخه ليدنه وکړه

m_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۹/۲۶ - ۱۴:۱۹
د جنوب لوېدیځ زون د تفتيش د عمومي رياست پلاوي د هرات له ښاري محکمې څخه ليدنه وکړه


د جنوب لوېديځ زون د تفتیش عمومي ریاست یوه څلور کسیز پلاوي چې په تشکیل کې یې د یاد د تفتیش قضائي معاون شتون درلود په ۱۴/ ۵/ ۱۴۴۵ هـ ق نېټه د دغه زون د تمیز ریاست او د سترې محکمې د قضائي معاونیت د محترم مقام د هدایت په اساس د خپل تفتیشي پلان له مخې د هرات ولايت له ښاري محکمې څخه ليدنه وکړه.
د قضائي تفتیش پلاوي د خپل طرزالعمل مطابق د هرات ولايت له ښاري محکمې د ليدنې پر مهال د دې محکمې له عامه امنيت دېوان، د جزا دېوان، مدني دېوان، د تجارت دېوان او ترافيکو دېوان څخه لیدنه وکړه، ورپسې يې د يادې محکمې فیصلې، د عريضو د ثبت کتاب، د حقوقي، جزائي دوسيو د ثبت کتابونه، وارده او صادره کتابونه، د رسیداتو کتاب، د حاضرۍ کتاب او درې میاشتني راپورونه په غور او دقت وکتل او په دې برخه کې د لا ښه فعالیت په موخه یې اړوند مسؤولینو ته لازمې سپارښتنې او لارښوونې وکړې.
په دې سربېره د تفتیش ریاست پلاوي د دې محکمې منسوبینو ته په قضائي او اداري چارو کې د ظرفیت لوړونې په موخه لنډ مهاله سیمینار ورکړ.
ياد پلاوي د خپل سفر په دوام د بندیانو له محبس څخه لیدنه وکړه، د بندیانو بشپړ شهرت، وضعیت يې له ځان سره وليکه او بیا يې د یادو محاکمو سره تفصیلاً شریک کړ.
د يادې ليدنې په پای کې د جنوب لوېدیځ زون د تمیز ریاست او د سترې محکمې عالي مقام د قضائي معاونیت د هدایت په اساس دوه رسالې، يوه رسمي جریده او دوه د شرعي نظام په استحکام کې د اطاعت اغیزې چې د محترم مشرتابه له طرفه رالیږل شوي، د یادې محکمې قضائي غړو ته ورکړل شول.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۸ - ۹:۵۷
Background image

د پکتيا ولايت د مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ د همغږۍ غونډه وشوه

د پکتیا ولایت د مرافعه محکمې رئیس الحاج مفتي عبیدالله (خالد) په مشرۍ؛ د یاد ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ او د عدلیې ریاستونو رئیسانو او د امارتي قضایاوو له آمر سره د یو شمېر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۹:۵۲
Background image

د لوګر ولايت د مرافعه محکمې رئيس د یاد ولايت ازرې ولسوالۍ له ابتدائیه محکمې څخه ليدنه وکړه

د لوګر ولایت د مرافعه محکمې رئیس محترم شیخ محمد ګلاب (فاروقي) په مشرۍ او د مرافعه محکمې د جزا دېوان د رئیس مولوي فضل‌الرحیم (عابد) په ګډون يوه هیئت، په ۲۸/ ۱/ ۱۴۴۸هـ ق نېټه د دغه ولایت. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۳:۳۲
Background image

د لوګر ولايت د مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ د همغږۍ غونډه وشوه

د لوګر ولایت د مرافعه محکمې رئیس الحاج شیخ محمد ګلاب (فاروقي) په مشرۍ، د مرافعه او ښاري ابتدائیه محاکمو د جزا او عامه امنيت دېوانونو رئیسانو، د علماوو شورا مرستيال او غړي، د امنيه. . .

بیا په خبرونو کی