د جنوب غرب زون د قضائي تفتیش یوه پلاوي د اروزګان ولایت له شپږو ولسوالیو لیدنه وکړه

m_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۷/۲ - ۱۴:۵۲
د جنوب غرب زون د قضائي تفتیش یوه پلاوي د اروزګان ولایت له شپږو ولسوالیو لیدنه وکړه

د جنوب غرب زون د تمیز ریاست او د سترې محکمي د قضائي معاونیت د محترم مقام د هدایت په اساس د جنوب غرب  زون د قضائي پلټنې عمومي ریاست د خپل تفتیشي پلان له مخې د یاد ریاست د قضائي پلټونکو څخه جوړ پلاوي د روان ۱۴۴۵ هـ ق کال د صفرالمظفر میاشتې په ۱۱مه، ۲۵مه، ۲۶مه، ۲۷مه، ۲۸مه او ۲۹مه نېټه اروزګان ولایت د ګیزاب، چهارچینو، دهراود، خاص اروزګان، جیناتو او چوره ولسوالیو له ابتدائیه محاکمو څخه لیدنه وکړه.

د قضائي تفتیش یاد پلاوي د اروزګان د ابتدائیه محاکمو څخه د لیدنې پر مهال د یادو محاکمو لخوا صادرې شوې فیصلې بررسي او په دقت مطالعه کړې او د شرعي فیصلو د صادرولو په اړه یې د محاکمو مسؤولینو ته لازمې لارښوونې وکړې.

وروسته یې د یادو محاکمو ملاحظات د هرې محکمې د قضائي پلاوي سره په احسنه طریقه شریک کړل او له محاکمو څخه یې د وضاحت غوښتلو د طرزالعمل مطابق د یادې هرې ولسوالۍ د قضائي پلاوي څخه پوښتنې وکړې.

په دې سربېره دغه پلاوي د خپلې کاري لایحې مطابق د یادو ټولو ابتدائیه محاکمو د عریضو د ثبت، د حقوقي دوسیو د ثبت، د جزائي دوسیو د ثبت، وارده او صادره، د رسیداتو کتاب، د حاضرۍ کتاب او درې میاشتنی راپور بررسي او مطالعه کړل او په دې برخه کې یې ورته لازم هدایات وکړل.

وروسته یاد پلاوي د رایو په اتفاق د یادې هرې محکمې د فیصلو د صحت او سقم فیصدي معلومه کړه.

دغه راز د قضائي تفتیش پلاوي د بندیانو د وضعیت د څېړلو په موخه د یادې هرې ولسوالۍ له محبس څخه لیدنه وکړه، د هرې ولسوالۍ د ټولو محبوسینو بشپړ شهرت او وضعیت یې له ځان سره نوټ او بیا یې له اړوند محکمې سره شریک کړی.

پر دې سربېره یاد پلاوي د هرې ولسوالۍ له قومي مشرانو او علماء کرامو سره جلا، جلا ناستې وکړې او د محاکمو د فعالیتونو په اړه یې د هغوی نظر او معلومات واخیستل.

وروسته د جنوب غرب زون د قضائي تفتیش عمومي ریاست پلاوي د یادې هرې ولسوالۍ د مسؤولینو لکه: ولسوال صاحب، امنیه قوماندان صاحب او د استخباراتو له مدیر سره وکتل، له یادو مسؤولینو څخه یې د مربوطه محکمې په اړه معلومات وغوښتل او د محاکمو د فعالیتونو د لاښه پرمختګ او د ځینو ستونزو د حل په اړه یې د هغوی نظرونه واورېدل.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۱۰:۱۳
Background image

د میدان وردګ ولايت محاکمو په یوه میاشت کې (۲۴۸) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۱۹۷) وثیقې هم اجرا کړې دي

د ميدان وردګ ولايت مرافعه، ښاري ابتدائيه او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په يوه مياشت کې (له ۱/ ۱/ ۱۴۴۸هـ ق څخه ۲۹/ ۱/ ۱۴۴۸هـ ق) نېټې پورې (۲۴۸) دوسيو ته پر رسېدنه سربېره، (۱۹۷). . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۸ - ۹:۵۷
Background image

د پکتيا ولايت د مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ د همغږۍ غونډه وشوه

د پکتیا ولایت د مرافعه محکمې رئیس الحاج مفتي عبیدالله (خالد) په مشرۍ؛ د یاد ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ او د عدلیې ریاستونو رئیسانو او د امارتي قضایاوو له آمر سره د یو شمېر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۹:۵۲
Background image

د لوګر ولايت د مرافعه محکمې رئيس د یاد ولايت ازرې ولسوالۍ له ابتدائیه محکمې څخه ليدنه وکړه

د لوګر ولایت د مرافعه محکمې رئیس محترم شیخ محمد ګلاب (فاروقي) په مشرۍ او د مرافعه محکمې د جزا دېوان د رئیس مولوي فضل‌الرحیم (عابد) په ګډون يوه هیئت، په ۲۸/ ۱/ ۱۴۴۸هـ ق نېټه د دغه ولایت. . .

بیا په خبرونو کی