د افغانستان اسلامي امارت د سترې محکمې د قضایي تعلیماتو ریاست کې جدیدالتقرر ۸ تنه علماء کرامو ته علمي اوتربیتي سیمینار ورکړل شو

m_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۳/۲۱ - ۱۰:۸
د افغانستان اسلامي امارت د سترې محکمې د قضایي تعلیماتو ریاست کې جدیدالتقرر ۸ تنه علماء کرامو ته علمي اوتربیتي سیمینار ورکړل شو


 

د افغانستان اسلامي امارت د سترې محکمې د قضایي تعلیماتو ریاست کې د پکتیکا، جلال اباد او کابل ولایتونو علماء کرامو ته علمي قضایي سمینار ورکړل شو، دغه سیمینار د روان ۱۴۴۴هق د ذوالقعدې په  ۱۱مه نېټه پیل شو او د همدې میاشتې تر۱۹مې نېټې پورې یې دوام وکړ.

په دې سیمینار کې د کابل ۴ تنه، د پکتیکا ۳ تنه، او  د جلال اباد یوتن شامل وو.

په یاد سیمینار کې نوموړو ته د مسلکي استادانو له لوري د اسلامي امارت د اداري اوحقوقي اصولنامې سربېره د معین القضاة او رهنمائي وثائق مهمې برخې او د قضاء او افتاء په برخه کې مهم درسونه وویل شول.

همد اراز ورباندې عریضې لیکلو بیا د مختلف النوع  فیصلو او ابلاغ پاڼې لیکلو او مطالعه کولو پورې عملي کار وشو.

یاد سمینار پنجشنبه چې د ذوالقعدې له ۱۹مې  نېټې سره سمون خوري ماپښین یوه بجه پای ته ورسېد.

د سیمینار ګډونوالو خوښې څرګندوله چې په سیمینارکې یې د ظرفیت، ارتقاء اوعملي کار سره اشنا شول،

هغوی له سترې محکمې او بیا د قضایي تعلیماتو ریاست له استادانو څخه مننه کوله چې دوی ته یې دا زمینه مساعده کړه اونه ستړې کېدونکې هلې ځلې یې ورسره وکړې.

 

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۴:۲۳
Background image

د سترې محکمې د تدارکاتو آمريت خبرتیا

د تدارکاتو د اصولو له مخې ټولو هېوادوالو ته خبر ورکول کېږي چې د افغانستان اسلامي امارت ستره محکمه په نظر کې لري د ۱۴۰۵هـ ش مالي کال لپاره د افغان رود رنر لوژستیکي  شرکت سره چې د جواز. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۳:۲۱
Background image

د کونړ ولايت محاکمو په يوه مياشت کې (۲۵۹) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۱۸۱) وثیقې هم اجرا کړې دي

د کونړ ولایت مرافعه، ښاري ابتدائیه، اختصاصي او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په يوه مياشت کې (له ۱/ ۱۲/ ۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۳۰/ ۱۲/ ۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې (۲۵۹) دوسيو ته پر رسېدنه سربېره،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۵:۴۱
Background image

د سترې محکمې د امنیتي او اجرائیوي چارو رئیس کاپیسا او پنجشېر ولایتونو ته سفر وکړ

د سترې محکمې د امنیتي او اجرائیوي چارو رئیس محترم الحاج مولوي نجیب الله (رفیع)، د دغه ریاست د ملکي او نظامي قوماندانۍ د مسؤولینو په ملتیا، د روان ۱۴۴۸هـ ق کال د صفرالمظفر د میاشتې په. . .

بیا په خبرونو کی