د سترې محکمې د تدقیق او مطالعاتو عمومي ریاست اړوند قضائي تدقیق ریاست د رجب المرجب میاشتې د فعالیتونو لنډ راپور
د سترې محکمې د تدقیق او مطالعاتو عمومي ریاست اړوند قضائي تدقیق ریاست د روان ۱۴۴۷ هـ ق کال د رجب المرجب میاشتې په جریان کې د (۷۳) بېلابېلو موضوعاتو په اړه تدقیقي نظریات ورکړي دي.
په یادو موضوعاتو کې (۳) د جزائي استهداآتو پر وړاندې تدقیقي نظریات، (۱) د تجارتي استهداآتو پر وړاندې تدقیقي نظر، (۳) د مدني استهداآتو پر وړاندې تدقیقي نظریات، (۳) د وثایقو استهداآتو پر وړاندې تدقیقي نظریات، (۳) د متفرقو استهداآتو پر وړاندې تدقیقي نظریات، (۴۱) د قضائي تفتیش د راپورونو په تړاو تدقیقي نظریات، (۱) د عارضینو د عرایضو پر وړاندې تدقیقي نظر، (۱۵) مکتوبي موضوعات او (۳) مستردي موضوعات شامل دي.
