د زابل ولايت نظامي محکمې مسؤولينو په هڅو د قتل موضوع حل او فصل شوه
د زابل ولايت نظامي محکمې مسؤولينو په ډېرو هڅو؛ قومي مشرانو او سپینږيرو په منځګړیتوب، په ۲۲/ ۷/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه د قتل خطاء موضوع د سولې له لارې حل او فصل شوه.
ياده د قتل خطاء پېښه د شهر صفا ولسوالۍ اړوند د کابل - کندهار پر لویه لاره د دوو موټرو د ټکر له امله رامنځته شوې وه.
دغه موضوع نظامي محکمې ته تر راجع کېدو وروسته په غور او دقت وڅېړل شوه، ورپسې د مسؤولينو په هڅو د دواړو طرفونو په رضايت مصلحينو ته راجع شوه.
د مسؤولينو او مصلحينو په شتون کې د قاتل کورنۍ د مقتول وارثينو ته څه اندازه پيسې ورکړې او موضوع يې رسماً پای ته ورسېده.
