د کابل ولایت د نشهیي توکو او مسکراتو څخه د مخنیوي ابتدائیه محکمې لخوا (۱۱) مجرمینو ته تعزیري سزا ورکړل شوه
د کابل ولایت د نشهیي توکو او مسکراتو څخه د مخنیوي ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې (۱۱) کسانو ته د نشهیي تابلیتو (ذیکپ، تابلیت کا)، شیشې، الکولي مشروباتو او چرسو د خرڅلاو او قاچاق په جرمونو، په ۲۷/ ۶/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائیه محکمې یاد مجرمین له ۷ میاشتو څخه تر ۳ کالو پر تنفيذي بند او له ۱۰ څخه تر ۳۹ دُرو پر تعزیري سزا محکوم کړي وو.
ياده پرېکړه د سترې محکمې عالي مقام له تائيد وروسته پر یادو مجرمینو تطبيق شوه.
