د هلمند ولايت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ غونډه وشوه

د هلمند ولایت مرافعه محکمې عمومي رئیس محترم شيخ غلام حضرت (ابوالمنذر) په مشرۍ؛ د ښاري ابتدائیه محکمې رئيس، دېوانونو رئيسانو، قضائي غړو، د امنيتي قطعې قوماندان او حقوقو آمر په ګډون، په ۲۱/ ۴/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه غونډه وشوه.
غونډه د قرانکريم د څو مبارکو آياتونو په تلاوت پيل شوه؛ ورپسې محترم شیخ ابوالمنذر د غونډې اجنډا بيان کړه او په مالي او اداري موضوعاتو بحث او خبرې وشوې.
دغه راز غونډه کې د دېوانونو پر ځينو موضوعاتو باندې هم بحث وشو او د مرافعه محکمې رئيس لخوا د بېلابېلو موضوعاتو په اړه اړوند دېوانونو ته لازم هدایات وشول.
غونډه د دعاء په ویلو پای ته ورسېده.