د پکتیا د مرافعه محکمې رئیس په دغه ولایت کې د غصب د مخنیوي او غصب شوو ځمکو د تشخیص او تثبیت کمېسیون له ګډ پلاوي سره وکتل
د چهارشنبې په ورځ (۹/۱/ ۱۴۴۵ هـ ق) نېټه د پکتیا ولایت د مرافعه محکمې عمومي رئيس مفتي امان الله «منقاد حقاني» د دغه ولایت د غصب د مخنیوي او غصب شوو ځمکو د تشخیص او تثبیت کمېسیون له ګډ پلاوي سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.
ناسته د قرآنکریم د مبارکو آیاتونو په تلاوت پیل شوه؛ ورپسې د مرافعه محکمې عمومي رئيس ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه.
په یاده ناسته کې د مرافعه محکمې عمومي رئيس مفتي امان الله «منقاد حقاني» خبرې وکړې، د اسلامي امارت د نظام پر ټینګښت، د اسلامي امارت د مشرانو پر اطاعت، له بیت المال څخه پردفاع، د امارت «بیت المال» او د ولسونو پر حقوقو یې رڼا واچوله وویل، د هر چا حقوق باید اصولاً هغوی ته وسپارل شي، د هېچا په حق کې باید ظلم ونشي.
د ناستې په دوام د پکتیا ولایت عدلیې ریاست رئيس مولوي محمدرئيس «محمدي» خبرې وکړې او له محاکمو څخه یې غوښتنه وکړه چې د غصب د مخنیوي او غصب شوو ځمکو د تشخیص او تثبیت له کمېسیون سره اصولي همکاري وکړي.
دغه راز په یاده ناسته کې د مرافعه محکمې ریاست د ثبت اسناد وثایق او مخزن آمریت آمر مولوي نعمت الله «بختیار» خبرې وکړې، د غصب د مخنیوي او غصب شوو ځمکو د تشخیص او تثبیت کمېسیون غړو او د ناستې ګډونوالو ته یې د ثبت محفوظ د غوښتلو طرزالعمل شرحه کړ.
ورپسې د ناستې ګډونوالو په نوبت خپلې بېلا، بېلې نظریې وړاندې کړې او خپلې ستونزې یې د محکمې له رئيس سره شریکې کړې.
د مرافعه محکمې رئيس له یادو کسانو سره ژمنه وکړه چې ان شاءالله د پکتیا ولایت مرافعه محکمې ریاست به تل د سترې محکمې له اصولو سره سم په اصولي او قانوني امورو کې له تاسو سره همکار وي.
یاده ناسته د دعا په ویلو پای ته ورسېده.
