د سترې محکمې د جنوب‌ لوېديځ زون قضائي مرستيال په مشرۍ غونډه وشوه

m_admin
سبت, يوليو 04 2026 1:39 مساء
د سترې محکمې د جنوب‌ لوېديځ زون قضائي مرستيال په مشرۍ غونډه وشوه

د سترې محکمې د جنوب‌ لوېديځ زون قضائي مرستیال محترم شیخ نورالله (منیر) صاحب په مشرۍ، د قضائي معاونیت د دفتر رئیس، د جنوب‌ لوېديځ زون د تمیز ریاست د دفتر رئیس، د قضائي تفتیش او قضائي زده کړو ریاستونو غړو، د تمیز عالي ریاست د دېوانونو رئیسانو او قضائي غړو، د محافظتي قطعې استازي او یو شمېر نورو اداري مسؤولینو په ګډون، د ۱۴۴۸ هـ.ق کال د محرم الحرام میاشتې په ۱۶مه نېټه میاشتنۍ اداري غونډه وشوه.
غونډه د قرآنکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت پیل شوه؛ ورپسې قضائي مرستیال ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه، د غونډې له ګډونوالو سره یې د اړوندو قضائي او اداري چارو په تړاو خبرې وکړې.
 نوموړي ټینګار وکړ، چې ټول اداري او قضائي کارونه باید له ځنډ پرته، پر خپل وخت او د نافذه اصولو له مخې ترسره شي، دغه راز یې مسؤولینو ته لارښوونه وکړه، چې د مراجعینو ستونزو او غوښتنو ته پر وخت رسېدنه وکړي، د خلکو عریضې او قضیې په دقت وڅېړي او د قانون او شریعت له مخې یې عادلانه حل ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
همداراز د غونډې په مهمو موضوعاتو کې د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه‌الله تعالی) د شفاهي هدایت په رڼا کې د جنوب‌ لوېديځ زون د ټولو برحاله قضاتو لپاره د مسلکي او شرعي سیمینارونو د جوړېدو موضوع هم مطرح شوه؛ ټینګار وشو چې د قضاتو د علمي او مسلکي ظرفیت د لوړولو، د قضائي چارو د لا ښه تنظیم او د شرعي اصولو د لا اغېزمن تطبیق په موخه دې اړوند مسؤولین د یادو سیمینارونو د تنظیم او عملي کېدو لپاره لازم اقدامات ترسره کړي.
د غونډې په دوام ګډونوالو خپل اړوند قضائي او اداري موضوعات، اړتیاوې او وړاندیزونه شریک کړل او قضائي مرستیال د ګډونوالو نظریات واورېدل، د لازمو اقداماتو سپارښتنه یې وکړه او د اړتیاوو د پوره کولو ډاډ یې ورکړ.
غونډه د دعاء په ویلو پای ته ورسېده.
د یادونې وړ ده، چې د قضائي او اداري چارو د لا ښه تنظیم، د مسؤولینو ترمنځ د همغږۍ د پیاوړتیا، د مراجعینو ستونزو ته پر وخت د رسېدنې او د شرعي او نافذه اصولو د اغېزمن تطبیق په موخه دا ډول اداري غونډې په منظم ډول ترسره کېږي.

Latest news

أربعاء, يونيو 24 2026 9:31 صباحا
Background image

نائب الشؤون القضائية بالمحكمة العليا يزور محافظات تخار وسمنغان وفارياب وسربل بهدف متابعة سير العمل في المحاكم وتحسين أدائها

قام نائب الشؤون القضائية بالمحكمة العليا، فضيلة الشيخ محمد قاسم (راسخ)، برفقة فضيلة الحافظ المولوي عبد الولي (محمود) نائب الرئاسة العامة للتفتيش القضائي والوفد المرافق لهما، بزيارة. . .

سبت, مايو 16 2026 11:28 صباحا
Background image

قام فضیلة قاضي القضاة ورئيس المحكمة العليا بزيارة إلى محافظات قندوز، بدخشان، بلخ، جوزجان، وبغلان

أجرى قاضي القضاة ورئيس المحكمة العليا، فضيلة الشيخ عبدالحكيم (الحقاني)، برفقة كلّ من رئيس إدارة التخطيط والسياسات في المحكمة العليا سماحة المولوي محمد جمعة (فیضاني)، ونائب الرئاسة. . .

ثلاثاء, مايو 12 2026 11:39 صباحا
Background image

تقرير موجز عن رئاسة العلاقات العامة والخارجية والإعلام في المحكمة العليا خلال الربع الثالث من عام 1447هـ ق

قامت رئاسة العلاقات العامة والخارجية والإعلام في المحكمة العليا خلال الربع الثالث من عام 1447هـ بالأنشطة الرئيسية التالية:
1- تم إعداد وتسجيل أربعة (4) من برنامج «القضاء والشعب»، وتم. . .

BACK TO NEWS