د زابل ولايت محاکمو په دوو اونيو کې (۱۷۲) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۶۴) وثیقې هم اجرا کړې دي

د زابل ولایت د مرافعه، ښاري ابتدائیه، نظامي او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په دوو اونيو کې له (۱/ ۴/ ۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۱۵/ ۴/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټې) پورې (۱۷۲) دوسيو ته پر رسېدنه سربېره، (۶۴) وثيقې هم اجرا کړې دي؛ چې جزئيات يې په لاندې ډول دي.
په حقوقي برخه کې:
په دوو اونيو کې (۱۷۸) حقوقي دوسیې محاکمو ته راجع شوې؛ په داسې حال کې چې مخکې هم يو شمېر دوسيې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۷۸) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۲۷) دوسیې فیصله شوې، (۱۳) دوسیې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسيې تر کار لاندې دي.
په جزائي برخه کې:
په دوو اونيو کې (۴۰) جزائي دوسیې محاکمو ته راجع شوې؛ په داسې حال کې چې مخکې هم يو شمېر دوسيې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۳۲) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۲۲) دوسیې فیصله شوې او پاتې دوسيې تر کار لاندې دي.
د وثيقو برخه کې:
د زابل ولایت محاکمو په دوو اونيو کې (۶۴) بېلابېلې وثیقې هم اجرا کړې دي.