د زابل ولايت محاکمو په دوو اونيو کې (۱۷۲) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۶۴) وثیقې هم اجرا کړې دي

m_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۸ - ۱۱:۵۷
د زابل ولايت محاکمو په دوو اونيو کې (۱۷۲) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۶۴) وثیقې هم اجرا کړې دي

د زابل ولایت د مرافعه، ښاري ابتدائیه، نظامي او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په دوو اونيو کې له (۱/ ۴/ ۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۱۵/ ۴/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټې) پورې (۱۷۲) دوسيو ته پر رسېدنه سربېره، (۶۴) وثيقې هم اجرا کړې دي؛ چې جزئيات يې په لاندې ډول دي.
په حقوقي برخه کې:
په دوو اونيو کې (۱۷۸) حقوقي دوسیې محاکمو ته راجع شوې؛ په داسې حال کې چې مخکې هم يو شمېر دوسيې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۷۸) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۲۷) دوسیې فیصله شوې، (۱۳) دوسیې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسيې تر کار لاندې دي.
په جزائي برخه کې:
په دوو اونيو کې (۴۰) جزائي دوسیې محاکمو ته راجع شوې؛ په داسې حال کې چې مخکې هم يو شمېر دوسيې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۳۲) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۲۲) دوسیې فیصله شوې او پاتې دوسيې تر کار لاندې دي.
د وثيقو برخه کې:
د زابل ولایت محاکمو په دوو اونيو کې (۶۴) بېلابېلې وثیقې هم اجرا کړې دي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۸ - ۱۴:۱۸
Background image

د کندهار ولايت مرافعه محکمې رئيس د یاد ولايت د سپين بولدک او تخت‌پُل ولسواليو له ابتدائیه محاکمو څخه ليدنه وکړه

د کندهار ولایت مرافعه محکمې عمومي رئیس محترم شیخ محمد (محمدي)؛ د جزا دېوان رئیس مولوي محمد صادق، د تحریراتو رئیس محترم ذبیح الله (کوشان) او د حقوقو آمر مولوي امیر محمد په ملتیا، په ۲۰. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۸ - ۱۴:۱۲
Background image

د خوست ولایت مرافعه محکمې يوه پلاوي د یاد ولايت د (۱۲) ولسواليو له ابتدائیه محاکمو څخه ليدنه وکړه

د خوست ولايت مرافعه محکمې د رئيس الحاج مولوي عين الله (خليل) په هدایت د دې محکمې اړوند يوه  پلاوي چې د مرافعه محکمې عامه امنيت دېوان رئيس مفتي انصارالله (نعماني)، د ياد دېوان قضائي محرر. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۸ - ۱۱:۵۷
Background image

د زابل ولايت محاکمو په دوو اونيو کې (۱۷۲) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۶۴) وثیقې هم اجرا کړې دي

د زابل ولایت د مرافعه، ښاري ابتدائیه، نظامي او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په دوو اونيو کې له (۱/ ۴/ ۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۱۵/ ۴/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټې) پورې (۱۷۲) دوسيو ته پر رسېدنه سربېره، (۶۴. . .

بیا په خبرونو کی