د سترې محکمې د مالي او اداري چارو عمومي ریاست اړوند د حفظ او مراقبت د آمر د معرفت غونډه وشوه
نن دوشنبه (د روان ۱۴۴۵ هـ ق کال د شعبان المعظم میاشتې لومړۍ نېټه) د سترې محکمې د مالي او اداري چارو عمومي ریاست اړوند د حفظ او مراقبت د آمر مولوي سمیع الحق د معرفت غونډه ترسره شوه.
په دې ناسته کې چې د قرآنکریم د مبارکو آیاتونو په تلاوت پیل شوه د سترې محکمې د مالي او اداري چارو عمومي رئیس محترم حاجي مولوي کریم الله (زاهد)، د بهرنیو، عامه اړیکو او مطبوعاتو رئیس محترم مولوي عبدالرحیم (راشد)، د مالي او حسابي چارو رئیس محترم ملا محمود آخند، د اداري چارو رئیس محترم سید مجیب الله (ځل)، د سوانح او استخدام رئیس محترم مولوي نقیب الله (انقیادي) او نورو مسؤولینو او منسوبینو ګډون درلود.
د سترې محکمې د مالي او اداري چارو عمومي رئیس محترم حاجي مولوي کریم الله (زاهد) حاضرینو ته د حفظ او مراقبت د نوي ټاکل شوي آمر (مولوي سمیع الحق) د معرفت ترڅنګ نوموړي ته په چارو کې د بریالیتوب غوښتنه وکړه.
ښاغلي مولوي (زاهد) د سترې محکمې له محترم عالي مقام او معاون صاحبانو مننه وکړه چې د چارو د ښه ترسره کولو په موخه یې د اړتیا پر مهال مهمو بستونو کې وړ او مخلص کسان په دندو ګمارلي دي.
محترم مولوي زاهد زیاته کړه، چې د افغانستان اسلامي امارت د سترې محکمې مشرتابه مقام او غړو تل هڅه کړې ده چي ولس سره خپله وفاء په رښتینې ډول وښایي او په عمل کې یې دا ثابته کړې هم ده.
ورپسې د بهرنیو، عامه اړیکو او مطبوعاتو رئیس محترم مولوي عبدالرحیم (راشد) د حفظ او مراقبت د نوي آمر د مقررۍ پاڼه ولوسته او نوموړي ته یې په چارو کې د بریالیتوب هیله وکړه.
یاده غونډه د سوانح او استخدام د رئیس محترم مولوي نقیب الله (انقیادي) لخوا د دعاء په ویلو پای ته ورسېده.