د سترې محکمې د مالي او اداري چارو عمومي ریاست اړوند د حفظ او مراقبت د آمر د معرفت غونډه وشوه

m_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۲۳ - ۱۴:۷
د سترې محکمې د مالي او اداري چارو عمومي ریاست اړوند د حفظ او مراقبت د آمر د معرفت غونډه وشوه

نن دوشنبه (د روان ۱۴۴۵ هـ ق کال د شعبان المعظم میاشتې لومړۍ نېټه) د سترې محکمې د مالي او اداري چارو عمومي ریاست اړوند د حفظ او مراقبت د آمر مولوي سمیع الحق د معرفت غونډه ترسره شوه.
په دې ناسته کې چې د قرآنکریم د مبارکو آیاتونو په تلاوت پیل شوه د سترې محکمې د مالي او اداري چارو عمومي رئیس محترم حاجي مولوي کریم الله (زاهد)، د بهرنیو، عامه اړیکو او مطبوعاتو رئیس محترم مولوي عبدالرحیم (راشد)، د مالي او حسابي چارو رئیس محترم ملا محمود آخند، د اداري چارو رئیس محترم سید مجیب الله (ځل)، د سوانح او استخدام رئیس محترم مولوي نقیب الله (انقیادي) او نورو مسؤولینو او منسوبینو ګډون درلود.
د سترې محکمې د مالي او اداري چارو عمومي رئیس محترم حاجي مولوي کریم الله (زاهد) حاضرینو ته د حفظ او مراقبت د نوي ټاکل شوي  آمر (مولوي سمیع الحق) د معرفت ترڅنګ نوموړي ته په چارو کې د بریالیتوب غوښتنه وکړه.
ښاغلي مولوي (زاهد) د سترې محکمې له محترم عالي مقام او معاون صاحبانو مننه وکړه چې د چارو د ښه ترسره کولو په موخه یې د اړتیا پر مهال مهمو بستونو کې وړ او مخلص کسان په دندو ګمارلي دي.
محترم مولوي زاهد زیاته کړه، چې د افغانستان اسلامي امارت د  سترې محکمې مشرتابه مقام او غړو تل هڅه کړې ده چي ولس سره خپله وفاء په رښتینې ډول وښایي او په عمل کې یې دا ثابته کړې هم ده.
ورپسې د بهرنیو، عامه اړیکو او مطبوعاتو رئیس محترم مولوي عبدالرحیم (راشد) د حفظ او مراقبت د نوي آمر د مقررۍ پاڼه ولوسته او نوموړي ته یې په چارو کې د بریالیتوب هیله وکړه.
یاده غونډه د سوانح او استخدام د رئیس محترم مولوي نقیب الله (انقیادي) لخوا د دعاء په ویلو پای ته ورسېده.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۹ - ۱۱:۳۶
Background image

آگاهی حضور جهت تطبیق فیصلۀ محکمه، دوسیۀ نسبتی (محمد کریم ولد محمد هاشم) و (ولی گل ولد محمد حضرت)

دوسیۀ نسبتی (محمد کریم ولد محمد هاشم) و (ولی گل ولد محمد حضرت) مسکونۀ فعلی ناحیه دهم شهر کابل، که از سوی جزء "د" دیوان تجارتی محکمۀ ابتدائیۀ زون دوم شهر کابل فیصله و غرض تطبیق به مدیریت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۹ - ۱۰:۵۵
Background image

په غزني ولايت کې يوه متهم ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د غزني ولايت جاغوري ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې يو کس ته چې پر زنا متهم و؛ په ۱۳/ ۱/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه په عام محضر کې تعزيري سزا ورکړل شوه.
ابتدائیه محکمې یاد متهم پر يو کال او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۸ - ۱۱:۶
Background image

حکم جزای تعزیری بالای یک مجرم در ولايت فارياب تطبيق شد

به اساس فيصلهٔ دیوان امنيت عامه محکمهٔ ابتدائیهٔ شهری ولايت فاریاب بالای یک تن به جرم انتقال مشروبات الکولی؛ به تاريخ ۱۲/ ۱/ ۱۴۴۷ هـ ق در محضر عام حکم جزای تعزیری تطبيق شد.
دیوان امنيت. . .

بازگشت به اخبار