د سترې محکمې د تدارکاتو ادارې خبرتیا

m_admin

د تدارکاتو قانون د درې څلوېښتمې مادې د (۲) فقرې  له مخې ټولو هیوادوالو ته خبر ورکول کیږي چې د ا.ا.ا ستره محکمه په نظر کې لري د ۱۴۰۲هـ ش مالي کال لپاره  د فیضي خوات  لوژسیتکي خدمتونو شرکت  سره چې د جواز  شمېره(۸۱۶۹۵) ده او مرکزي دفتر یې د کابل ولایت د پنځمې ناحیې د قلعه واحد په کوڅه کې موقعیت لري، د (۱۳۷۱۸۶۴) یو میلیون، درې سوه، یو او یازره او آته سوه څلورشپیته افغانیو په قېمت د (۲۴) قلمه تنظیفاتي موادو د تدارک قرارداد وکړي.

هر ډول حکمي او حقیقي شخصیتونه چې په دې اړه نیوکه لري د تدارکاتو قانون د پنځوسمې مادې له مخې کولای شي  په لیکلي ډول  د دلایلو په لرلو سره خپلې نیوکې د دې اعلان د خپرېدو له نېټې څخه تر اوو(۷) تقویمي ورځو  پورې د عامې روغتیا څلور لارې ته څېرمه د سترې محکمې د مالي او اداري عمومي ریاست اړوند د تدارکاتو آمریت ته وړاندې کړي.

دا خبرتیا د قرارداد د تړلو په مانا نه ده، د پورته ذکر شوې نېټې تر پوره کېدو  او نورو قانوني مرحلو تر سرته رسولو پورې د قرارداد عقد نه تړل کیږي.

 

Latest announcements

اثنين, نوفمبر 06 2023 10:48 صباحا
Background image

بيان المحكمة العليا في الإمارة الإسلامية بشأن الهجمات الوحشية الجوية والبرية والفظائع التي ترتكبها الاحتلال الصهيوني في فلسطين

 

تعرض المسلمون المظلومون في فلسطين لعقود عديدة الهجمات الوحشية من الاحتلال الصهيوني. وقد استشهد آلاف من الرجال والنساء والأطفال الفلسطينيين، بينما أصيب العديد بإصابات بالغة. وذلك في الوقت الذي . . .

Back to announcements