د سترې محکمې د تدارکاتو ادارې خبرتیا

m_admin

د تدارکاتو قانون د درې څلوېښتمې مادې د (۲) فقرې  له مخې ټولو هیوادوالو ته خبر ورکول کیږي چې د ا.ا.ا ستره محکمه په نظر کې لري د ۱۴۰۲هـ ش مالي کال لپاره  د فیضي خوات  لوژسیتکي خدمتونو شرکت  سره چې د جواز  شمېره(۸۱۶۹۵) ده او مرکزي دفتر یې د کابل ولایت د پنځمې ناحیې د قلعه واحد په کوڅه کې موقعیت لري، د (۱۳۷۱۸۶۴) یو میلیون، درې سوه، یو او یازره او آته سوه څلورشپیته افغانیو په قېمت د (۲۴) قلمه تنظیفاتي موادو د تدارک قرارداد وکړي.

هر ډول حکمي او حقیقي شخصیتونه چې په دې اړه نیوکه لري د تدارکاتو قانون د پنځوسمې مادې له مخې کولای شي  په لیکلي ډول  د دلایلو په لرلو سره خپلې نیوکې د دې اعلان د خپرېدو له نېټې څخه تر اوو(۷) تقویمي ورځو  پورې د عامې روغتیا څلور لارې ته څېرمه د سترې محکمې د مالي او اداري عمومي ریاست اړوند د تدارکاتو آمریت ته وړاندې کړي.

دا خبرتیا د قرارداد د تړلو په مانا نه ده، د پورته ذکر شوې نېټې تر پوره کېدو  او نورو قانوني مرحلو تر سرته رسولو پورې د قرارداد عقد نه تړل کیږي.

 

خبرتیاوي

دوشنبه ۱۴۰۳/۱/۶ - ۱۰:۳۷
Background image

د سترې محکمې د تدارکاتو آمريت خبرتيا

د افغانستان اسلامي امارت د سترې محکمې تدارکات پر شرایطو برابر ټولو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، چې د ۱۴۰۳ هـ ش مالي کال د کابل ولایت مرافعه محکمې کارکوونکو ته د غرمې ډوډۍ لپاره د (۴) قلمه خوراکي توکو . . .

شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۶ - ۱۰:۲۱
Background image

د سترې محکمې د تدارکاتو آمريت خبرتيا

د افغانستان اسلامي امارت د سترې محکمې تدارکات پر شرایطو برابرو ټولو داوطلبانو ته بلنه ورکوي چې د ۱۴۰۳ هـ ش مالي کال د سترې محکمې کارکوونکو ته د غرمې ډوډۍ د پخولو لپاره د(۱۷۰۰۰) کیلوګرام اوبلن ګاز د . . .

شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۶ - ۱۰:۱۷
Background image

د سترې محکمې د تدارکاتو آمريت خبرتيا

د افغانستان اسلامي امارت د سترې محکمې تدارکات پر شرایطو برابرو ټولو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، چې د ۱۴۰۳ هـ ش مالي کال د سترې محکمې کارکوونکو ته د غرمې ډوډۍ لپاره د ۴قلمه خوراکي توکو (وریجې، غوړي، لوبیا . . .

Back to announcements