د سترې محکمې د تدارکاتو آمريت خبرتيا

m_admin
د سترې محکمې د تدارکاتو آمريت خبرتيا

د تدارکاتو د اصولو له مخې ټولو هېوادوالو ته خبر ورکول کېږي، چې د افغانستان اسلامي امارت ستره محکمه په نظر کې لري د ۱۴۰۵هـ ش مالي کال لپاره د نصیر سلطان زوی ساختماني او لوژستیکي شرکت سره چې د جواز شمېره یې (۷۸۰۲۱) ده او مرکزي دفتر یې د میدان وردګو ولایت مرکز میدان ښار کې موقعیت لري؛ د پنځه میلیون، پنځه سوه، یو پنځوس زره او پنځه سوه (۵۵۵۱۵۰۰) افغانیو په قیمت سره د کابل ولایت د مرافعه محکمې لپاره د (۲۱) قلمه قرطاسیه بابو د تدارک قرارداد وکړي.
هر ډول حکمي او حقیقي شخصیتونه، چې په دې اړه نیوکه لري؛ د تدارکاتو د اصولو  له مخې کولا شي په لیکلي ډول د دلایلو په لرلو سره خپلې نیوکې د دې اعلان د خپرېدو له نېټې څخه تر پنځو (۵) تقویمي ورځو پورې د عامې روغتیا څلورلارې ته څېرمه د سترې محکمې د مالي او اداري چارو عمومي ریاست اړوند د تدارکاتو آمریت ته وړاندې کړي.
دا خبرتیا د قرارداد د تړلو په معنی نه ده؛ د پورته ذکر شوې نېټې تر پوره کېدو او نورو قانوني مرحلو تر سرته رسولو پورې د قرارداد عقد نه تړل کېږي.

Latest announcements

Sun, Nov 05 2023 3:15 PM
Background image

Afghanistan Islamic Emirate supreme court declaration about aerial and ground brutal attacks and atrocities of Zionist Israel on Palestine.


 
For a long time, the oppressed Muslims of Palestine have been mercilessly by Zionist usurpers Israel air and ground attacks, due to which thousands of Palestinian women, children and adults were . . .

Back to announcements