د سترې محکمې د تدارکاتو آمریت خبرتیا

m_admin
د سترې محکمې د تدارکاتو آمریت خبرتیا

د افغانستان اسلامي امارت د سترې محکمې تدارکات پر شرایطو برابرو ټولو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، چې د ۱۴۰۵هـ ش مالي کال د کابل ولایت د مرافعه محکمې کارکوونکو ته د غرمې ډوډۍ لپاره د (۴) قلمه خوراکي توکو لکه (وریجې، لوبیا،غوړيو او نخودو) د تدارکاتو په داوطلبۍ کې ګډون وکړي، د شرطپاڼې نقل د مالي او اداري چارو عمومي ریاست د تدارکاتو له آمریت څخه په فلش یا ډسک کې تر لاسه کړئ، خپل آفرونه په شرطپاڼه کې د ذکر شویو شرطونو او عقودو قانون په رڼا کې په سربسته او تړلي ډول د دې خبرتیا د خپرېدو له نېټې څخه د ۱۷/۳/۱۴۰۵هـ ش نېټې تر ۱۰:۳۰بجو پورې د کابل ښار د عامې روغتیا څلور لارې ته څېرمه د سترې محکمې د  مالي او اداري چارو عمومي ریاست اړوند تدارکاتو آمریت ته وسپارئ، تر یادې نېټې وروسته او د انټرنیټ له لارې را رسېدلي آفرونه د منلو وړ نه دي.
 
د آفر تضمین[په بانکي ډول]اتیا زره( ۸۰۰۰۰) افغانۍ دی.
 
 د آفرونو پرانیسته په ۱۷/۳/۱۴۰۵هـ ش نېټه مخکې له غرمې ۱۰:۳۰ بجې په ستره محکمه کې ترسره کیږي.
 
نوټ:د آفرونو د پرانستې څخه تر مخ ناسته ۱۲/۳/۱۴۰۵ هـ ش نېټه د سترې محکمې په تدارکاتو آمریت کې ترسره کیږي.

Latest announcements

Sun, Nov 05 2023 3:15 PM
Background image

Afghanistan Islamic Emirate supreme court declaration about aerial and ground brutal attacks and atrocities of Zionist Israel on Palestine.


 
For a long time, the oppressed Muslims of Palestine have been mercilessly by Zionist usurpers Israel air and ground attacks, due to which thousands of Palestinian women, children and adults were . . .

Back to announcements