د سترې محکمې د اداري مرستيال په مشرۍ یوه لوړ رتبه هيئت د ننګرهار ولايت له محاکمو څخه ليدنه وکړه
د سترې محکمې د اداري مرستيال محترم شيخ سخاءالله (سعيد) صاحب په مشرۍ یوه لوړ رتبه هيئت، چې د سترې محکمې د دارالانشاء عمومي رئيس محترم مفتي عبدالرشيد (سعيد)، د کارکوونکو چارو عمومي رئيس محترم مولوي سيف الله (آغا)، د قضائي پلټنې عمومي رياست مسلکي غړي مفتي بخت الله (مدني)، د سترې محکمې اطلاعاتو ته د لاسرسي او د پراختيايي بودجې عمومي مديرانو یې غړیتوب درلود، د ولایتي سفرونو په دوام؛ د ۱۴۴۷هـ ق کال د ذوالقعدة الحرام مياشتې په ۱۷، ۱۸ او ۱۹مه نېټه د ننګرهار ولايت د محاکمو له مسؤولينو او منسوبینو سره په کتنه سربېره د یاد ولایت د محاکمو چارې له نږدې وکتلې.
د سترې محکمې یاد لوړ رتبه پلاوي او ننګرهار ولایت د محاکمو د مسؤولینو او منسوبینو ترمنځ ناسته، چې د مرافعه محکمې په تالار کې جوړه شوې وه؛ د مرافعه محکمې عمومي رئيس، د ښاري ابتدائیه او ولسواليو ابتدائیه محاکمو مسؤولینو، قضائي او اداري غړو په کې ګډون درلود، د قرآنکریم د څو مبارکو آياتونو په تلاوت پیل شوه.
ورپسې د سترې محکمې اداري مرستیال او د یاد هيئت مشر محترم شیخ سخاءالله (سعید) صاحب وینا وکړه وويل، ننګرهار ولایت ته زموږ د سفر عمده موخې دادي، چې د دغه ولایت د محاکمو د تېرو کړنو او لاسته راوړنو ارزونه وکړو، د مراجعینو دوسیو او موضوعاتو ته په کم وخت او اصولي ډول د رسېدو لارې چارې پیدا کړو، د محاکمو او نورو امارتي ادارو ترمنځ همغږي لا تقویه کړو، د محاکمو اړتیاوو تشخیص او ورته رسېدنه وکړو او دغه راز د محاکمو د فعالیتونو په اړه د مراجعینو نظر او غوښتنې واورو.
محترم شیخ سعید صاحب د ننګرهار ولایت د محاکمو مسؤولینو او منسوبنیو ته په خپله وینا کې وویل، محاکم د اسلامي نظام ډېره مهم برخه او د نظام اساسي رکن دی؛ نو پر موږ تاسو لازمه ده، چې د نظام په دغه مهم او اساسي ارګان کې راسپارل شوی مسؤولیت او امانت په ښه ډول ترسره کړو، خپلې پرېکړې په ټاکلي وخت د شرعي احکامو او اسلامي امارت د اصولو په رڼا کې صادرې کړو، عدالت تأمین کړو، د مراجعینو غږ واورو، له دوی سره د اسلامي شریعت د احکامو په چوکاټ کې نرم او غوره چلند وکړو، دوسیې او فیصلې په پوره دقت او غور وګورو.
په دې سربېره محترم شيخ سعيد صاحب د یاد ولايت د محاکمو مسؤولينو او منسوبینو ته لاندې لارښوونې او سپارښتنې وکړې:
۱ـ د عريضې او شکايت د راتلو په صورت کې دې د مرافعه محکمې عمومي رئيس صاحب اړوند ماتحت محاکمو ته د ارجاع پر مهال د اصولي اجراآتو کلمه نه استفاده کوي؛ بلکې ورته دې وليکي، که د عارض په عريضه کې درج شکايت حقيقت ولري، په اړه يې د پلان سره سم مشخص اجراآت وکړئ.
۲ـ د لوړو محاکمو له خوا چې کله يوه دوسيه نقض کېږي، د نقض ټول موارد باید ذکر کړي، د نقض دلايل به يې مستند او قوي وي، د ضعیفو دلايلو ذکر کولو څخه به ډډه کوي، تر څو د خلکو دوسيې د خنډ او ځنډ سره مخ نشي.
۳ـ کوم کسان چې خدمتي وي، هغوی به خپلې دندې په پوره اخلاص او صداقت ترسره کوي.
۴ـ خپلې دندې ته په ټاکلي وخت راځئ او له ټاکلي وخت څخه به مخکې نه ځئ، کله چې درته يو معقول عذر پېښ شي، رخصت به اخلئ او د نه راتګ په صورت کې به حاضري نه امضاء کوئ.
۵ـ خپل کارونه به په صلاح، مشورو او پوره همغږۍ ترسره کوئ.
۶ـ که د مرافعه محکمې رئيس صاحب ته معلومه شي، چې د يوې ابتدائيه محکمې په فيصلو کې په تکراري ډول غير اصولي اجراآت کېږي؛ په ځانګړې توګه چې د يو ځل نقض وروسته په دویمه فيصله کې هم هماغه نواقص وي، د يادې ابتدائيه محکمې رئيس او غړي دې را وغواړي او د فيصلو ستونزې به ورسره مخامخ شريکې کړي، د هر هغه عمل څخه به ځانونه ساتئ، چې د محکمې يا د محکمې د غړو يا د قضيې د جانبينو د مايوسۍ او زړه ماتوالي سبب ګرځي.
دغه راز په دې ناستې کې د مراجعینو دوسیو ته په اصولي ډول او کم وخت کې د رسېدو پر لارو چارو، د محاکمو او نورو امارتي ادارو ترمنځ د همغږۍ پر لا تقویه، د ننګرهار ولایت د محاکمو پر اړتیاوو او نورو اړوند برخو تفصیلي خبرې وشې او د ناستې د ټولو ګډونوالو نظرونه او غوښتنې واورېدل شول.
د یادونې وړ ده چې د سترې محکمې یاد لوړ رتبه پلاوي له دې ناستې وروسته ننګرهار ولایت ته د خپل درې ورځني سفر په ترڅ کې د یادو ولایت د ټولو محاکمو د قضائي او اداري چارو نظارت وکړ، د محاکمو د مراجعینو نظرونه یې واورېدل او اړوند مسؤولینو او منسوبینو ته یې د چارو د لا بهبود په موخه لازم او ضروري هدایات وکړل.
