د سترې محکمې د تدقيق او مطالعاتو عمومي ریاست د ۱۴۴۷ هـ ق کال د دويمې ربعې لنډ راپور

m_admin
Mon, Feb 16 2026 11:28 AM
د سترې محکمې د تدقيق او مطالعاتو عمومي ریاست د ۱۴۴۷ هـ ق کال د دويمې ربعې لنډ راپور

د سترې محکمې د تدقيق او مطالعاتو عمومي ریاست د ۱۴۴۷ هـ ق په دویمه ربعه کې لاندې مهم فعاليتونه سرته رسولي دي:
۱ـ په دویمه ربعه کې د قضائي تدقیق ریاست له لوري د (۳۴۱) جزائي، مدني، تجارتي، وثایقو، متفرقه استهداآتو، د قضائي پلټنې عمومي ریاست، د عارضینو د عرایضو، مکتوبي او مستردي ټولو استهدائي موضوعاتو په تړاو تدقیقي نظرونه وړاندې شوي دي.
۲ـ په دویمه ربعه کې د جزا دېوان د طرزالعمل کتاب د لازمو اصولو مطابق ترتیب، تنظیم او عالي شورا ته د مطرح کولو په موخه د سترې محکمې عالي مقام د دفتر عمومي ریاست ته ولېږل شو.
۳ـ په دویمه ربعه کې د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه‌الله تعالی) د (۶۴۲/۴۵۸۶) شمېرې ۱۴ /۸ /۱۴۴۶هـ ق نېټې حکم پر بنسټ د «صلح» د طرزالعمل کتاب د لازمو اصولو مطابق ترتیب، تنظیم او عالي شورا ته د مطرح کولو لپاره د سترې محکمې عالي مقام د دفتر عمومي ریاست ته ولېږل شو.
۴ـ په دویمه ربعه کې د وثایقو په تړاو مطالعاتي نظر ترتیب شو او د وثایقو د درېیو ډولونو په اړه رهنمودونه د لازمو اصولو مطابق په دري او پښتو ژبو ترتیب، تنظیم او عالي شورا ته د وړاندې کولو لپاره د سترې محکمې د دارالانشاء عمومي ریاست ته ولېږل شول.
۵ـ په دویمه ربعه کې د سترې محکمې عالي مقام د هدایت پر اساس، قضائي مدققینو (۲۷) ډوله طرزالعملونه وکتل، له تصحیح وروسته یې د سترې محکمې د دارالانشاء عمومي ریاست ته ولېږل.
۶ـ په دویمه ربعه کې د سترې محکمې عالي مقام د هدایت پر اساس د قضائي مدققینو جلسه جوړه شوه؛ چې په کې بېلابېلې وثيقې تر غور او تدقیق لاندې ونیول شوې.
۷ـ په دویمه ربعه کې د درې ډوله وثایقو [د رسید خط، د شراکت خط (عنان، مفاوضه، تقبل، وجوه) او مجرد خط وثیقو] په اړه رهنمودونه په دري او پښتو ژبو ترتیب او د محترم قضائي معاونیت له تائید، هدایت او د سترې محکمې د عالي مقام د مشورتي شورا له مطرح کېدو وروسته د ملک د (۳۴) ولایتونو د مرافعه محاکمو ریاستونو ته ولېږل شول.
۸ـ په دویمه ربعه کې د محاکمو اړوند د مهرونو د تهیه او کارونې د طرزالعمل کتاب د لازمو اصولو مطابق ترتیب، تنظیم او عالي شورا ته د مطرح کولو لپاره د سترې محکمې عالي مقام د دفتر عمومي ریاست ته ولېږل شو.
۹ـ په دویمه ربعه کې د قضائي مطالعاتو ریاست اړوند د لایحې کتاب د اسلامې امارت د اصولو او قوانینو موافق ترتیب، تنظیم او تر نهایي کېدو وروسته د وروستيو اجراآتو په موخه اړوند مرجع ته ولېږل شو.
۱۰ـ په دویمه ربعه کې د قضائي تدقیق ریاست اړوند د لایحې کتاب د اسلامې امارت د اصولو او قوانینو موافق ترتیب، تنظیم او د وروستيو اجراآتو په موخه اړوند مرجع ته ولېږل شو. 
۱۱ـ په دویمه ربعه کې د محاکمو د قضائي غړو د سلوک طرزالعمل کتاب د اسلامي امارت د اصولو او قوانینو په چوکاټ کې ترتیب، تنظیم او د منظورۍ په موخه د مشرتابه محترم مقام ته ولېږل شو.
۱۲ـ په دویمه ربعه کې د اداري منسوبینو د سلوک طرزالعمل کتاب تر غور او تحقیق لاندې او (۶۰) سلنه کار يې بشپړ شوی او دغه راز د محاکمو د تحریراتو ریاست د طرزالعمل کتاب تر غور او تحقیق لاندې او (۶۰) سلنه کار يې بشپړ شوی دی. 
۱۳ـ په دویمه ربعه کې د سترې محکمې له فرهنګي مرکزونو څخه د استفادې لارښود تر غور او تحقیق لاندې نیول شوی او (۵۰) سلنه کار يې بشپړ شوی او دغه راز د عقاري ملکیت اسنادو د دوراني فورم لپاره لارښود کتاب تر غور او تحقیق لاندې نیول شوی او (۶۰) سلنه کار يې بشپړ شوی دی.

Latest news

Thu, Feb 12 2026 11:32 AM
Background image

Brief Report of the General Directorate of Staff Affairs of the Supreme Court for the Second Quarter of 1447 AH

The General Directorate of Staff Affairs of the Supreme Court carried out the following key activities during the second quarter of 1447 AH:
1.    During the second quarter, a total of. . .

Mon, Feb 09 2026 2:53 PM
Background image

During the second quarter of the year 1447 AH, the Dawat and Irshad Directorate of the Supreme Court carried out the following important activities:

1. During the second quarter, the Dawat and Irshad Directorate conducted daily half-hour teaching sessions after the Zuhr (afternoon) prayer for the staff of all directorates of the. . .

Mon, Feb 09 2026 2:41 PM
Background image

Brief Report on the Major Activities of the Judicial Deputyship of the Supreme Court for the Second Quarter of 1447 AH

During the second quarter of the year 1447 AH, the Judicial Deputyship of the Supreme Court carried out the following important activities:
1. During the second quarter, (870) official. . .

BACK TO NEWS