د سترې محکمې د بهرنيو، عامه اړيکو او مطبوعاتو ریاست د ۱۴۴۷هـ ق کال د دويمې ربعې لنډ راپور

m_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۹ - ۱۰:۵۲
د سترې محکمې د بهرنيو، عامه اړيکو او مطبوعاتو ریاست د ۱۴۴۷هـ ق کال د دويمې ربعې لنډ راپور

د سترې محکمې د بهرنيو، عامه اړيکو او مطبوعاتو ریاست د ۱۴۴۷ هـ ق کال په دویمه ربعه کې لاندې مهم فعاليتونه ترسره کړي دي:
1. په دویمه ربعه کې د قضاء او ولس (4) خپرونې، ثبت، جوړې او د سترې محکمې د رسمي ادرسونو له لارې نشر شوې دي.    
2. په دویمه ربعه کې د قضاء مجلې (2) ګڼې ترتیب، ډیزاین، چاپ او په مرکز او ولایتونو کې تکثیر شوې دي.
3. په دویمه ربعه کې د میزان جریدې (9) ګڼې (له 112 ګڼې څخه 120مې ګڼې) چاپ او په مرکز او ولایتونو کې تکثیر شوې دي.
4. په دویمه ربعه کې د ملک د محاکمو د فعالیتونو د ښه انعکاس او پر محاکمو د خلکو د باور زیاتېدو په موخه (450) خبرونه ترتیب او نشر شوي دي.
5. په دویمه ربعه کې د هجري قمري میاشتې مطابق د محاکمو او نورو امارتي ادارو د اداري اجراآتو د ترتیب په موخه د رؤیت هلال هیئت (3) خبرتیاوې ترتیب، ډیزاین او نشر شوې دي.
6. په دویمه ربعه کې د محاکمو د قضائي فعالیتونو اړوند (120) انفوګرافیک جوړ، ډیزاین او د سترې محکمې د رسمي آدرسونو له لارې نشر شوي دي.
7. په دویمه ربعه کې د ملک محاکمو د فعالیتونو د ښه انعکاس او پر محاکمو د خلکو د باور زیاتېدو په موخه د «ستره محکمه په اونۍ کې» (۴۸) خپرونې په څلورو ژبو ثبت، جوړې او نشر شوې.        
8. په دویمه ربعه کې د سترې محکمې اړوند مسؤولینو امارتي او شخصي موټرو ته (38) قطعې کارتونه ترتیب او توزېع شوي دي.
9. په دویمه ربعه کې د ۱۴۴۷هـ ق کال د (3) میاشتو کالیزه ترتیب، ډیزاین او د سترې محکمې پر رسمي ادرسونو نشر شوې ده.
10. په دویمه ربعه کې د ورځنۍ نېټې (۹۰) ډیزاینونه جوړ او د سترې محکمې پر رسمي ادرسونو نشر شوي دي.
11. په دویمه ربعه کې د سترې محکمې د رئیس او قاضي‌القضات شیخ صاحب (8) جلده کتاب (سراج الاحکام) ډیزاین او چاپ ته لېږل شوی دی.
12. په دویمه ربعه کې له رسنیو سره پوره همغږي شوې ده.
13. په دویمه ربعه کې د سترې محکمې د تېرو څلورو کلونو د لاسته راوړنو او فعاليتونو کتاب په پښتو او دري ژبه ليکل شوی دی.
14. په دویمه ربعه کې د سترې محکمې د محترم رئیس او قاضي القضات شیخ صاحب زاد المحافل في شرح شمائل (۱۰۰۰) جلده کتاب چاپ شوی، (۳۲۶) جلده قوانین، د سترې محکمې (۳۰۸) جلده درسي نصاب او متحدالمآلونه، (۳۰۰۰) د کلینیک نسخې، (۲۵) جلده د امنیتي ګزمې کتاب، (۵۰) جلده د داخلېدو او وتلو ټکټونه او (۵۹) جلده قوانین د سترې محکمې د دفتر مقام ته، د سترې محکمې د مرکزي تمیز عالي ریاست ته، دعوت او ارشاد، دارالانشاء، تدقیق او مطالعاتو، د قضائي زده کړو، د قضاتو امنیتي قطعې، مالي او اداري چارو او د سترې محکمې نورو ادارو غوښتنې پوره کړې او (۶۳۴۴۷) پاڼې فوتو کاپي شوې دي.
15. په دویمه ربعه کې د (۷۰۹) مکتوبونو په اړه لازم اجراآت شوي دي.
17. په دویمه ربعه کې د سره صليب هيئت سره د مفقودینو اړوند انلاین غونډې شوې ده.
18. په دویمه ربعه کې له اړوند ادارو سره د چارو د پر وخت ترسره کېدو په موخه (۲۰) ايميلونو تبادله شوي ده.
19. د بهرنیو چارو وزارت او نورو اړوندو ادارو څخه د بیرون مرزي وثایقو او حقوقي (۴۰۷) قطعې مکتوبونو ترلاسه او د قانوني اجراآتو لپاره اړوندو مراجعو ته لېږل شوي.
20. په دویمه ربعه کې (۹۰) جلده کتابونه چې مراجعینو د مطالعې په موخه له ځان سره وړي وو؛ بېرته قضاء کتابتون ته راوړل شوي او د کتابتون د مؤظف کس لخوا ترې تسليمي اخیستل شوې.21.  په دویمه ربعه کې (۶۹۰) عنوانه کتابونو ثبت او اندراج شوي.
22. په دویمه ربعه کې (۴۰) جلده کتابونه د امانت په ډول متقاضيانو ته ورکړل شوي دي.
23. په دویمه ربعه کې د (۳۰) جلده کتابونو موده تمديد شوې ده.
24ـ په دویمه ربعه کې د کتابونو د لا ښه نظم په موخه له (۱) څخه تر (۸۲۵۶) پورې مسلسله شمره د ليبلونو په توګه په هر کتاب لګول شوې ده.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۵:۴۷
Background image

د ستری محکمی د جنوب لوېدیځ زون قضائي مرستیال روزګان ولایت ته سفر وکړ

د سترې محمکې د جنوب لوېديځ زون قضائي مرستیال محترم شیخ نورالله (منیر) صاحب، د نظامی معاونیت د قضائي غړو مولوي محمدهاشم (الهام) او مفتي فضل الله (عاصم)، د قضائي تفتیش عمومی ریاست غړو شیخ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۰:۳۹
Background image

د ننګرهار ولايت ښاري ابتدائیه محکمې رئيس په مشرۍ غونډه وشوه

د ننګرهار ولايت ښاري ابتدائيه محکمې رئیس محترم مولوي سلطان محمد (رباني) په مشرۍ، په ۲۹/ ۱۲/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه له قضائي غړو سره د یو شمېر کاري موضوعاتو د حل او فصل لپاره ځانګړې غونډه وشوه.
غ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۵:۴۴
Background image

د لغمان ولایت مرافعه محکمې رئیس د یاد ولايت له زندان څخه ليدنه وکړه

د لغمان ولایت مرافعه محکمې عمومي رئیس الحاج شیخ سخي الرحمن (فایز) په مشرۍ يو ګډ هيئت، چې د لغمان او لوېدیځ نورستان د نظامي محکمې رئیس، د مرافعه محکمی د جزا دېوان رئیس او د ښاري ابتدائیه. . .

بیا په خبرونو کی