د سترې محکمې د تدارکاتو آمريت خبرتیا

m_admin
د سترې محکمې د تدارکاتو آمريت خبرتیا

د تدارکاتو د اصولو له مخې ټولو هېوادوالو ته خبر ورکول کېږي چې د افغانستان اسلامي امارت ستره محکمه په نظر کې لري د ۱۴۰۴ هـ ش مالي کال لپاره له «میلاد نور  لوژستیکي شرکت» سره چې د جواز شمېره یې (-71148ډي) ده او مرکزي دفتر یې د کابل ولایت مرکز په شهید څلورلارې کې موقعیت لري؛ د څلور دېرش میلیون، اوه سوه درې زره او پنځه سوه (۳۴۷۰۳۵۰۰) افغانۍ په قېمت د سترې محکمې د امنیتي او اجرائیوي چارو ریاست لپاره د (۱۳۰۰) سیټه مخابرو او (۶) پایو ریپیټرو د تدارک قرارداد وکړي.
هر ډول حکمي او حقیقي شخصیتونه چې په دې اړه نیوکه لري، د تدارکاتو د اصولو له مخې کولای شي په لیکلي ډول د دلایلو په لرلو سره خپلې نیوکې د دغه اعلان د خپرېدو له نېټې څخه تر اوو (۷) تقویمي ورځو پورې د عامې روغتیا څلور لارې ته څېرمه د سترې محکمې مالي او اداري چارو عمومي ریاست اړوند تدارکاتو آمریت ته وړاندې کړي.
دا خبرتیا د قرارداد د تړلو په معنی نه ده، د پورته ذکر شوې نېټې تر پوره کېدو او نورو قانوني مرحلو تر سرته رسولو پورې د قرارداد عقد نه تړل کېږي.

Latest announcements

Sun, Nov 05 2023 3:15 PM
Background image

Afghanistan Islamic Emirate supreme court declaration about aerial and ground brutal attacks and atrocities of Zionist Israel on Palestine.


 
For a long time, the oppressed Muslims of Palestine have been mercilessly by Zionist usurpers Israel air and ground attacks, due to which thousands of Palestinian women, children and adults were . . .

Back to announcements