د نورستان ولایت مرافعه محکمې د رئیس په مشرۍ غونډه وشوه

د نورستان ولایت د مرافعه محکمې د عمومي رئیس محترم مولوي عبیدالله (سلیم) په مشرۍ، د مرافعه محکمې د دېوانونو رئیسانو، د ښاري ابتدائیه محکمې د رئیس، د مرافعه محکمې د اسنادو د ثبت، د دعوت ارشاد او حقوقو آمرینو په ګډون، د ۱۴۴۷هـ ق کال د ربیع الآخر میاشتې په۲۰ مه نېټه د قضائي چارو د لا ښهوالی، په ټاکلي وخت قضیو ته د رسېدنې او همغږۍ د تقویې په موخه غونډه وشوه.
یاده غونډه د ښاري ابتدائیه محکمې د جزا دېوان رئیس مولوي حامد (محمدي) لخوا د قرآنکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت پیل شوه، ورپسې د مرافعه محکمې رئیس خبرې وکړې وویل، قضائي منسوبین د خلکو او ټولنې پر وړاندې جدي مسؤولیت لري، نو هڅه وکړئ چې خپل درسپارل شوي مسؤولیتونه په ښه ډول ترسره کړئ.
نوموړي زیاته کړه، موږ باید د عدالت د تأمین لپاره نه ستړې کېدونکې هڅې وکړو، تر څو په ټوله کې د یو ښه مثال وګڼل شو.
د مرافعه محکمې رئیس وویل، د کاري راپورونو پر وخت جوړول او د قضائي چارو ګړندي کول، د اساسي ضرب الاجلونو دننه د مدعیانو د قضیو حل کول، د اداري اصوالنامې، شرعي قوانینو مطالعه او په ورځني فعالیت کې یې تطبیقول او په چار کې همغږي هغه موارد دي چې تاسو باید جدي توجه ورته وکړئ.
وروسته د ناستې ګډونوالو خپل نظرونه شریک کړل، په اسلامي ټولنه او شرعي قانون کې یې د قضاء پر ارزښت او قضائي اجراآتو د پروسې په اړه خبرې وکړې.
د غونډې په پای کې، ګډونوالو د مرافعه محکمې رئیس محترم مفتي عبیدالله (سلیم) له ګټورو لارښوونو څخه د مننې په څرګندولو ژمنه وکړه چې خپلې دندې به د شرعي قوانینو او د سترې محکمې د لارښوونو په رڼا کې ترسره کوي او د شرعي قوانینو په پلي کولو کې به هېڅ ډول هڅې نه سپموي.
غونډه د ښاري ابتدائیه محکمې د رئیس مولوي محمد سعید (احمدي) لخوا د دعا په ویلو پای ته ورسېده.